سیاستTOP

جمهوررییس غني د اسټرالیا له لومړي وزیر سره ټلیفوني خبرې وکړې

۲۹- کابل / د مرغومي ۲۹مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د اسټرالیا له لومړي وزیر سکاټ موریسن سره ټلیفوني خبرې وکړې.
باختر آژانس ته د جمهوري ریاست د ویندوی دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې ټلیفوني مکالمه کې، د افغانستان او اسټرالیا ترمنځ د دوه اړخیزه او دوامداره اړیکو او د سولې روانې پروسې په اړه بحث وشو او دواړو لوریو په افغانستان کې د طالبانو له لوري روان تاوتریخوالی په کلکه رد کړ.
د اسټرالیا لومړي وزیر وویل: طالبان باید اوربند چې د افغانستان د خلکو حقه غوښتنه ده، ومني او دغه راز یې روانې هدفي وژنې په کلکه وغندلې.
هغه زیاته کړه چې هېواد یې د افغانانو په مالکیت او رهبرۍ د سولې روانې پروسې چې د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنې او ارزښتونه پکې نه یوازې وساتل شي، بلکې د پیاوړتیا ترڅنګ ورته دوام هم ورکړل شي، ملاتړ کوي.
جمهوررییس غني له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د اسټرالیا د سخاوتمندانه مرستو او سولې له بهیر څخه د دغه هېواد د ملاتړ مننه وکړه او استرالیا یې د افغانستان ښه دوست او مهم نړیوال متحد وباله. #
پای / ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته