خبرونهسیاست

جمهوررییس غني: د افغانستان ملکي خدمتونو ادارې باید هدف محوره او ځواب ویونکي وي

۱- کابل / د مرغومي ۲۶ مه / باختر
د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غني تېر ماښام د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسیون کمېشنرانو سره په ګلخانې ماڼۍ کې وکتل.
د جمهوررييس د وياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې د افغانستان ملکي خدمتونو ادارو په جوړښت کې د اصلاحاتو او تعییناتو پر طرزالعمل بحث او خبرې وشوې.
جمهوررئیس غني وویل، په وزارتونو او ټولو دولتي تشکیلاتو کې د لسګونو سرپرست بستونو موجودیت موضوع د منلو نه ده او باید د افغانستان په ملکي خدمتونو ادارو کې وطن او خلکو ته ژمن او وړ کسان، استخدام شي.
جمهورريس زیاته کړه، باید د ملکي خدمتونو د کارکوونکو کړنې او موثریت وارزول شي او د دوی د استخدام شېوه دې د اساسي قانون د دستوراتو مطابق عملي شي.
د هیواد جمهورريیس وویل، د ولایتي ریاستونو ارزونه دې د خدمتونو وړاندې کولو او خلکو د رضایت پر بنسټ سنجش او د لوړ پوړو چارواکو صلاحیتونه دې تفکیک شي.
جمهورريیس پر دې په ټینګار چې د افغانستان ملکي خدمتونو ادارې باید هدف محوره او ځواب ویونکي شي، نه بست محوره زیاته کړه، په ولایتونو او ولسوالیو کې دې د حکومتي ادارو تشکیلات تعریف، له مرکز او وزارتونو سره دې د دوی اړیکې مشخصې شي.
جمهورريیس محمداشرف غني د دې په بیانولو سره چې تعیینات باید بنسټ محوره وي، نه فرد محوره وویل، ټاکلو موخو ته د رسېدو لپاره د افغانستان د ملکي ادارو دیجیټلي کول زموږ اساسي لومړیتوب دی او باید په ولایتونو کې پراختیا او د منابعو ځانګړي کېدل یو ډول او له تبعیض پرته ترسره شي.
جمهورريیس وویل، د ولایتونو تشکیل باید زموږ له انکشافي موخو سره ارتباط ولري، دودیزه او زاړه تشکیلات د افغانستان د اقتصادي ودې د موخو ځواب ویونکي نه دي او باید په اړه یې بیا کتنه وشي.
د هیواد جمهورريیس د مخفي بېکارۍ ضد مبارزه او د موازي بستونو او تشکیلاتي پړسوب پر حل ټینګار وکړ وې ویل، داسې ازموینې دې په پام کې ونیول شي چې د نوښت او مدیریت موضوع په کې وسنجول شي.
هغه زیاته کړه، وزارتونه باید عواید ایجاد او برنامې سمې مدیریت کړي. له بین المللي ټولنې سره زموږ د ژمنو د عملي کولو په برخه کې چې د سولې اعمار، دولت او مارکیټ جوړول دي، استعجالیت په پام کې ونیسو او هغه موخې چې په جینوا کنفرانس کې مو ترسیم کړې، ترلاسه کړو.
جمهورريیس په پای کې وویل، باید د اوبو د مدیریت، د پوهنې د ودې، کلیوپراختیا، روغتیا، کرنې، سوداګرۍ، صنعت او ښارجوړولو په برخو کې لا زیات تحرک ایجاد شي.
پاى- ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته