سیاستخبرونه

جمهوررییس غني د ایټالیا د دفاع وزیر خپل حضور ته ومانه

۱- کابل / د سلواغې ٨ مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غني تېر ماسپښین د ایټالیا د دفاع وزیر لورنزو ګویرین خپل حضور ته ومانه.
د جمهوررييس وياند دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ.
دغه کتنه چې په ګلخانې ماڼۍ کې وشوه، په پیل کې د ایټالیا د دفاع وزیر د تاوتریخوالي پر زیاتوالي او هدفمندو ترورونو اندېښنه وښوده او د تاوتریخوالي د سملاسي پایته رسېدو غوښتونکی شو.
نوموړى د تروریزم پر وړاندې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سرښندنه او میړانه وستایله وې ویل، ایټالیا د سوله ییز، متحد او دیموکراتیک افغانستان ملاتړ کوي.
ښاغلي لورنزو ګویرین زیاته کړه، له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د ایټالیا مرستې او د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د دغه هیواد د ځواکونو حضور، پر ځای دی.
جمهورريیس غني د ایټالیا دفاع وزیر ته د ښه راغلاست پر مهال د یاد هیواد د اصولي دریځ له امله مننه وکړه وې ویل، افغانان او نړۍ په واحد غږ د تاوتریخوالي د بندېدو غوښتونکي دي او طالبان باید دا درک کړي چې د تاوتریخوالي په دوام سره به یې افغانان او نړۍ پر ضد لازیاته بسیج شي.
جمهورريیس وویل، د افغانستان او ایټالیا د دیپلوماټیکو اړیکو سلمه کاليزه د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو په تاریخ کې د عطف ټکی دی. هغه په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره د ایټالیا د همکاریو د دوام قدرداني وکړه.
همداراز په دغه کتنه کې جمهورريیس غني د افغانستان د انکشافي او اقتصادي برنامو په ځانګړي ډول خواف-هرات اورګاډي پټلۍ پروژې څلورمې برخې تمویل څخه د ایټالیا د ملاتړ او د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د دغه هیواد د مرستو مننه وکړه.
پاى- سعيده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته