سیاست

جمهوررییس غني د فواید عامې وزارت د اجرااتو راپور واورېد

کابل / د کب ۷ مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غني پرون مازیګر د فواید عامې وزیر انجنیر نجیب الله یمین، خپل حضور ته ومانه.
باختر آژانس ته د جمهوري ریاست د ویندوی دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، د فواید عامې وزیر په تېر کال کې د یاد وزارت د کړنو او اجرااتو د راپور ترڅنګ، د ۱۴۰۰ مالي کال د پلانونو په اړه جمهوررییس ته معلومات ورکړل.
جمهوررییس غني د یاد راپور له اورېدو وروسته، فواید عامې وزیر ته په راتلونکي کال کې د یاد وزارت د پروژو او برنامو د تطبیق، د ترانسپورټي اسانتیاوو د برابرولو، اداري فسادضد مبارزې، د سړکونو د ساتنې او بیارغاونې او په یاد وزارت کې د اصلاحاتو په اړه لازمې لارښوونې وکړې.#
پای / ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته