خبرونهسیاست

جمهوررییس غني د پروان له مشرانو سره وکتل

۱- کابل / د لیندۍ ۱۳ مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررییس محمداشرف غني پرون مازدیګر د پروان له مشرانو سره چې د آمر عبدالستار د شهادت پېښې په اړه فیصلې ته ورسېدل، وکتل.
باختر آژانس ته د جمهوري ریاست د ویندوی دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې چې په چهارچنار ماڼۍ کې وشوه، په پیل کې د شهید آمر عبدالستار زوی بریالي غفوري د خپل پلار د شخصیت او کړنو په اړه خبرې وکړې ویې ویل: موږ ته د هېواد ملي ګټې مهمې دي او اجازه نه ورکوو چې د حکومت او ملت ترمنځ د بې اعتمادۍ فاصله ایجاد شي.
غفوري وویل: په هېواد کې سترې معضلې زموږ د جرګو، عرف او عنعنو له لارې حلېږي او د زما د پلار شهید آمر عبدالستار پند او نصیحت ته په پام چې تل یې عفوه او بښنه مهمه ګڼله، زموږ هغه شمېر امنیتي منسوبین چې په دې قضیه کې دخیل وو، زموږ کورنۍ بښلي دي.
وروسته د شهید آمر عبدالستار د خپلوانو په استازیتوب عبدالقهار د خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت ساتنې په برخه کې د غوربند د څلورګونو ولسوالیو خلکو قربانیو ته په اشارې وویل: زموږ خلکو د شهید آمر عبدالستار زوی بریالی غفوري د نوموړي ځایناستې ټاکلی، ترڅو د غوربند خلکو او حکومت ترمنځ د رابط کس په توګه کار وکړي او سیاسي ملاتړ ترې وشي.
په دې کتنه کې د جمهوررییس لومړي مرستیال امرالله صالح وویل: خوشبختانه نن یوه دردناکه دوسیه پای ته رسېږي او دا یو نېک ګام دی او د شهید آمر عبدالستار زوی په مېړانه او د وطندوستۍ پر حس د عفوې او تېریدنې لاره انتخاب کړه.
جمهورريیس غني د یادو خبرو له اورېدو وروسته یو ځل بیا د آمر عبدالستار د شهادت په خاطر د خپلې خواخوږۍ او همدردۍ مراتب څرګند کړل ویې ویل: د وطن او خلکو د خدمت په برخه کې د شهیدانو وینه او د شهید آمر عبدالستار سرښندنې او پیاوړې اراده له یاده نه وځي.
هغه زیاته کړه: همدا چې د شهید آمر عبدالستار کورنۍ، انتقام پر بښنې بدل کړ زموږ په هېواد کې د عفوې د ارزښت او د جرګې د فرهنګ ژوره بېلګه ده.
جمهوررییس د افغانستان پر اسلامي جمهوري نظام د پروان په ځانګړي ډول د غوربند د څلورګونو ولسوالیو خلکو د تعهد او باور مننه وکړه ویې ویل: ټول باید د دغې تېرېدنې په قدر وپوهېږي او عمل پرې وکړي.#
پای/ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته