سیاست

جمهوررییس غني د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د کړنو راپور واورېد

کابل / د کب ۷ مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غني تېرماښام د ښار جوړولو او ځمکو وزیر محمود کرزی، خپل حضور ته ومانه.
باختر آژانس ته د جمهوري ریاست د ویندوی دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، محمود کرزي په بېلابېلو برخو کې د اصلاحاتو او د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د کړنو او اجرااتو راپور، جمهوررییس ته وړاندې کړ.
جمهوررییس غني د یاد راپور له اورېدو وروسته، د ښار جوړولو او ځمکو وزیر ته په ۱۴۰۰ کال کې د دغه وزارت د برنامو او پلانونو د تطبیق، له دولتي املاکو څخه د موثره استفادې، ښاري پلانونو د ترتیب او د عام المنفعه پروژو تطبیق ته د زمینې برابرولو په اړه لازمې لارښوونې وکړې.#
پای / ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته