TOPروغتیا

جمهوررییس غني: د کرونا له دویمې څپې سره د مبارزې غونډو موخه د هغو ستونزو لرې کول دي چې روغتیایي سکتور ګواښي

کابل / د لیندۍ ۲۳ مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررییس محمد اشرف غني په مشرۍ د کروناویروس له دویمې څپې سره د مبارزې غونډه نن سهار په ګلخانې ماڼۍ کې ترسره شوه.
باختر آژانس ته د جمهوري ریاست د ویندوی دفتر د معلوماتو له مخې؛ په پیل کې د عامې روغتیا وزیر احمد جواد عثماني د کروناویروس له دویمې څپې سره د مبارزې د تېرې غونډې د پرېکړو او اقداماتو جزئیات شریک کړل، ويې ویل: زموږ اساسي موخه د روغتیایي سیستم پیاوړي کول او د کرونا له امله له احتمالي نازک حالت څخه خوندیتوب دی.
نوموړي د افغان ـ جاپان روغتون د فعالیتونو او ظرفیت ارزونې، له عامې روغتیا وزارت سره د بین المللي موسسو د همکاریو، د محمد علي جناح روغتون د وضعیت ارزونې، د تقدیر او ستایلو په موخه د کابل د ۱۷ روغتونونو د کارکونکو نهایي شوي لست، سرویلانس، د کابل او ولایتي روغتونونو د درملو او طبي تجهیزاتو لست، د کرونا د روان وضعیت د پېښو، د ۴۸ اوونۍ په نسبت د روانې ۴۹ اوونۍ د وضعیت او په ۳۴ ولایتونوکې د تېرې اوونۍ د کرونا مثبتو پېښو ګراف په اړه خپل معلومات وړاندې کړل.
د عامې روغتیا وزیر په مرکز او ولایتونو کې له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره د روغتیا ملي پلان تشریح کړ ويې ویل: د مرکز او ولایتونو په کچه د پنځه ګونو کمېټو فعالیت دوام لري او دغه پلان د کووېډ-۱۹ لپاره په ځانګړو شویو روغتونونو کې د تشخیص د ظرفیت په لوړولو او د بسترونو په زیاتېدو کار کوي.
احمد جواد عثماني وویل: د وزارتونو ترمنځ د همغږۍ زیاتوالي او د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوي لپاره د ځانګړو محدودیتونو وضع کولو پلان، د عملي کېدو په حال کې دی.
د عامې روغتیا وزیر وویل: د عامې روغتیا وزارت یو شمېر بین المللي همکارو موسسو په ځانګړي ډول یونېسف چې روغتونونو ته د اکسیجن برابرولو او د روغتیا نړیوال سازمان چې د روغتیایي سکتور د ظرفیت لوړولو په برخو کې همکاري کوي، خپلې ژمنې نه دي عملي کړې او د فعالیتونو راپورونه یې هم له موږ سره نه دي شریک کړي.
جمهوررییس غني د عامې روغتیا وزارت له راپور اورېدو وروسته وویل: په ستراتېژیکه کچه د کرونا له دویمې څپې سره د مبارزې له غونډو زموږ موخه د هغو خنډونو او ستونزو لرې کول دي چې زموږ روغتیایي سیستم او ظرفیت له ګواښ سره مخ کوي او موږ باید د بد او بدتر وضعیت لپاره د عمل مشخص پلان او سناریوګانې ولرو چې د لومړۍ څپې په توګه له دویمې سره مو هم مبارزه بریالۍ شي.
د هېواد جمهوررییس په ولایتونو کې د کرونا مثبتو پېښو ته په اشارې وویل: په هغو سیمو کې چې د ویروس د خپرېدو پېښې په زیاتېدو دي، باید مشخص اقدامات او د ظرفیت لوړولو ته جدي پاملرنه وشي.
هغه زیاته کړه: په سمدستي ډول دې صعب العبور ولسوالیو ته د روغتیایي خدمتونو رسولو په موخه پلانونه مشخص شي.
جمهوررییس غني وویل: د کرونا پېښو د تغییر ګراف باید په دقیق ډول تعقیب او سمه وړاندوینه یې وشي چې هرې سیمې ته پر وخت او دقیق ډول روغتیایي مرستې ورسول شي او له سرحدونو څخه د ویروس د انتقال عامل دقیقې ارزونې ته اړتیا لري.
محمد اشرف غني په ولایتونو کې د کرونا ویروس د عاجل حالت په مشخصولو او تعریف په ټینګار وویل: خلکو ته د عامه پوهاوي بهیر باید منظم، دقیق او لا زیات پراخ شي.
جمهوررییس غني وویل: د یونېسف او روغتیا نړیوال سازمان په ګډون بین المللي موسسې باید د خپلو فعالیتونو او ژمنو په اړه خپل راپور ډېر ژر له عامې روغتیا وزارت سره شریک کړي. یونېسف او د روغتیا نړیوال سازمان د خپلو ژمنو د نه عملي کولو پر وړاندې ځواب ویونکي دي.
د هېواد جمهوررییس دېته په اشارې چې د اکسیجن مسئله ډېره مهمه ده، د عامې روغتیا وزیر ته لارښوونه وکړه چې د اکسیجن د کموالي په اړه دې دقیق راپور تیار او د کرونا ویروس له دویمې څپې سره د مبارزې راتلونکې غونډې ته دې وړاندې کړي.
هغه زیاته کړه: که چېرې بین المللي موسسې په دې برخه کې همکاري نه کوي، وزارت دې پخپله عاجل اقدامات وکړي.
جمهوررییس غني د عامې روغتیا وزیر له لوري د ډاکټرانو او روغتیایي کارکوونکو د تشویق تیار شوی لست منظور کړ او د کابل د ۱۹ دولتي روغتونونو د نظافت او بیارغاونې په موخه یې د جمهوري ریاست د ملي پراختیا او ملاتړې ادارې ته د عاجلو اقداماتو لپاره دستور ورکړ.
جمهوررییس غني د غونډې په پای کې وویل: عامې روغتیا وزارت دې ګاوي (Gavi) موسسې سره په همکارۍ چې په افغانستان کې د واکسین د وېش په برخه کې همکاري کوي، کار وکړي. د واکسین د تهیې او وېش لپاره دې منظم پلان او د واکسین ساتلو لپاره په روغتونونو کې د سړو خونو د ظرفیت په لوړولو کار وشي.#
پای/ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته