خبرونهامنیت

جمهوررییس غني د کمانډو ځواکونو د ټولي له یو قوماندان تورن کبيرجان سره ټلیفوني خبرې وکړې

 کابل / د لړم ٢٣ مه / باختر

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې په روزګان کې د کمانډو ځواکونو د ټولي له یو قوماندان تورن کبیرجان سره ټلیفوني خبرې وکړې.

باختر آژانس ته د جمهوري ریاست د ویندوی دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې ټلیفوني مکالمه کې جمهوررییس غني د تورن کبیرجان او د هغه د ملګرو مېړانه او زړورتیا چې د روزګان پر دهراوود ولسوالۍ د طالبانو د بریدونو په دفع کولو کې یې ښودلې او د دښمن دبریدونو پر شاتمبولو بوخت دي، وستایله.

جمهوررییس وویل: تاسې د خپل عمل پر نوښت او رهبرۍ سره دښمن ته ماتې ورکړه او د خلکو او عام المنفعه تاسیساتو ساتنه کوئ. هغه زیاته کړه تاسې د هېواد د کمانډو ځواکونو د زړورو ځوانانو روښانه بېلګه یاست.

تورن کبیر په بېلابېلو سطحو په ځانګړي ډول په ټیټو پوړونو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو منسوبینو له حاله د ځان خبرولو په خاطر د جمهوررییس د توجه او همدا راز د وسله وال پوځ د اعلی سرقوماندان په توګه یې د هغه د څارنې او پاملرنې مننه وکړه.

نوموړي جمهوررییس ته ډاډ ورکړ چې د تېر په څېر یې دښمن ته ماتې ورکړې او اجازه به ورنکړي چې خپلو شومو موخو ته ورسېږي.

د یادونې وړ ده؛ جمهورريیس به د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو چې د دښمن پر وړاندې د جنګ په لومړۍ کرښه کې مبارزه کوي، احوال اخلي.#

پای/ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته