سیاستخبرونه

جمهوررییس غني له استاد عبدالکریم خلیلي سره وکتل

– کابل/ د کب۶مه/ باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غني برون مازیګر د اسلامي وحدت ګوند مشر استاد عبدالکریم خلیلي سره وکتل.
دجمهوررییس د ویاند دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ.
په دې کتنه چې په ارګ کې وشوه، دواړو لوریو د سولې په پروسه کې د وروستیو انکشافاتو او د هیواد د روان وضعیت په اړه د خبرو پر مهال د سیاسي اجماع او اوربند د ټینګښت پر اړتیا ټینګار وکړ.# پاى- سعيده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته