خبرونهTOPروغتیا

جمهوررییس غني له پولیو سره د مبارزې په اړه له بېل ګېټس سره خبرې وکړې 

۴۴- کابل / د سلواغې ٧ مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غني پرون ماخوستن د مایکروسافت شرکت  او د بېل او ملینډا ګېټس بنسټ له موسس سره د ویډیویي کنفرانس له لارې په افغانستان کې د پولیو پر وړاندې پر مبارزې خبرې وکړې.
باختر آژانس ته د جمهوري ریاست د ویندوی دفتر د معلوماتو له مخې؛ دواړو لوریو اندېښنه څرګنده کړه چې تېر میلادي کال په افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې څو برابره وې، ځکه طالبانو تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې د پولیو واکسین کارکوونکو ته اجازه نه ورکوله.
په دغه ویډیویي کنفرانس کې د پولیو واکسین د تطبیق په بهیر کې د اصلاحاتو په راوستو او د امکاناتو پر زیاتوالي هم هر اړخیز بحث وشو.#
پای / ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته