سیاست

جمهوررییس غني له ډاکټر زلمي خلیلزاد سره وکتل

– کابل / د کب ۱۱مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورریيس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د افغان سولې لپاره د امریکا متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي ډاکټر زلمي خلیلزاد سره وکتل.
باختر آژانس ته د جمهوري ریاست د ویندوی دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، دواړو لوریو د سولې پروسې په راتلونګو ګامونو خبرې وکړې او د سولې پروسې پر چټکتیا یې ټینګار وکړ.
ډاکټر زلمي خلیلزاد د سولې لپاره پر داخلي اجماع او سیمه ییزې او بین المللي ډيپلوماسۍ خوښي وښوده او یو ځل بیا یې په افغانستان کې د سولې ټینګښت لپاره د امریکا متحدو ایالاتو د اغېزناک رول ډاډ ورکړ.#
پای / ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته