سیاستخبرونهTOP

جمهوررییس غني: موږ له اداري فساد سره په مبارزه کې واضحه اراده او قاطع اقدامات غواړو

۳۹- کابل / د سلواغې ٧ مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د لوی څارنوالۍ، د کورنیو چارو وزارت له درندو جرمونو سره د مبارزې ریاست او عدلي او قضایي مرکز له مسوولینو سره په کتنه کې د اداري فساد ضد مبارزې په اړه خبرې وکړې.
باختر آژانس ته د جمهوري ریاست د ویندوی دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، په پیل کې د کورنیو چارو وزارت له درندو جرمونو سره د مبارزې رییس عبدالرازق احمدزي وویل: دغه ریاست پخوا یو ځواکمن بنسټ و او تکړه کادرونه یې لرل، خو متاسفانه  دغو کادرونو خپلې دندې پرېښې او کوم کارکوونکي چې په دې برخه کې کار کوي، لازم تخصص نه لري او له غاصبینو او مجرمانو سره همکار دي.
هغه زیاته کړه: دغه ریاست له خپل مسیر منحرف شوی او د بیا جهت ورکولو په خاطر باید مسلکي او متخصص کادرونه په کې ځای پرځای او لازم امکانات په واک کې ورکول شي، همدا راز دې لوی څارنوالي او عدلي او قضایي مرکز ورسره همکاري وکړي.
احمدزي وویل: موازي ادارې تر یو چتر لاندې راولو او ژمن یوو چې د غاصبینو او جنایت کوونکو پر ضد مبارزه وکړو. همدا راز هوډ لرو په ولایتونو کې د ځمکو چارې والیانو او په ښارونو کې حوزو ته وسپارو، چې مسوولیت پذیري ډېره او په اغېزناکه توګه د ځمکې د غصب مخنیوی وشي.
وروسته د عدلي او قضايي مرکز رییس فضل سبحان صافي په خپلو خبرو کې وویل: تراوسه مو ۱۱ معینان، ۲۶ جنرالان، ۷۶ ډګروالان او افسران، ۱۰ کمیشنران، ۳ والیان، ۵ ښاروالان، ۲ رییسان او د ولایتي شورا ۵غړي محاکمه کړي او میلیونونه افغانۍ ترې ترلاسه شوې دي.
نوموړي د مجرمینو د نیولو په برخه کې د پولیسو د همکارۍ غوښتنه وکړه، ویې ویل: په دې برخه کې باید ځنډ ونشي.
وروسته د هېواد لوی څارنوال فرید حمیدي وویل: د روان کال تر لېندۍ پورې ۱۱۱ دوسیې بشپړې شوې او د جرم او جنایت پر ضد د مبارزې په برخه کې زموږ اراده پرځای ده او د کشفي برخو د لازیاتې همکارۍ غوښتونکي یوو.
جمهوررییس غني د دوی د خبرو له اورېدو وروسته وویل: له فساد سره د مبارزې په برخه کې د لوی څارنوالۍ ادارې د رهبري رول د منلو وړ نه دی او په دې برخه کې جدي پوښتنې شته.
هغه زیاته کړه: د کورنیو چارو وزارت له درندو جرمونو سره د مبارزې ریاست پیاوړي صلاحیتونه لري او باید له هغو څخه استفاده وشي. عدلي او قضایي مرکز خپل باور له لاسه ورکړی او باید د نویو پرېکړو او ستراتېژۍ د ترتیب په برخه کې اقدام وشي او د لاسته راوړنو تعریف روښانه شي.
جمهوررییس وویل: تر دې وروسته به ملي امنیت شورا د کورنیو چارو وزارت له درندو جرمونو سره د مبارزې ریاست سره په همغږۍ کار وکړي او د جمهوري ریاست مقام ته به راپور ورکوي او ځانګړي ځواکونه به ورسره همکار وي.
جمهوررییس غني د دې په بیانولو سره چې ټولې موازي ادارې باید تر یو چتر لاندې راوستل شي وویل: لویه څارنوالي دې هغه کسان وڅاري چې په فساد مشهور دي او دغه کسان باید په هېڅ اداره کې مقرر نه شي.
جمهوررییس ټینګار وکړ: له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د واضح مدیریت طریقه غواړم او دېته په پام چې په جینوا کنفرانس کې بین المللي مرستې له اداري فساد سره په مبارزه کې په جدي اقداماتو پورې مشروطې وې، باید له اداري فساد سره په مبارزه کې جدي واوسو.
د هېواد جمهوررییس وویل: د فساد قضیې باید په دوامدار ډول تعقیب شي، بېرته په شا باید ونه ګرځي او عدلي او قضایي مرکز دې وارزول شي. همداراز مدیریتي طریقه باید واضح او هرې قضیې ته دې ضرب الاجل وټاکل شي.
جمهوررییس غني وویل: د کورنیو چارو وزارت له درندو جرمونو سره د مبارزې ریاست کې باید مسلکي کسان جذب او عدلي او قضایي مرکز دې پاک شي، ځکه په عدلي او قضایي دستګاه کې بحران د منلو نه دی او په اداري فساد ککړ او بدنام کسان باید ونیول شي.
د هېواد جمهوررییس د خپلو خبرو په پای کې وویل: موږ له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې واضح اراده او قاطع اقدامات غواړو او له اداري فساد سره د مبارزې په کار کې باید هېڅوک مداخله ونه کړي.#
پای / ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته