سیاستخبرونه

جمهوررییس غني په افغانستان کې د اروپایي ټولنې له سفیرانو سره وکتل

۴- کابل / د لیندۍ ۱۳ مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني پرون مازدیګر په افغانستان کې مېشت د اروپايي ټولنې له سفیرانو سره وکتل.
باختر آژانس ته د جمهوري ریاست د ویندوی دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، د اروپایي ټولنې سفیرانو جمهوررییس غني ته په سولې پروسه کې د وروستیو پرمختګونو مبارکي وویله همدا راز دواړو لوریو د افغانستان لپاره د جینوا کنفرانس پر تعهداتو او د هغو پر عملي کولو بحث او خبرې وکړې.
دوی د سولې د پرمختګونو په اړه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت هڅې وستایلې او ویې ویل: دغه پرمختګونه باید اساسي مذاکراتو ته لار پرانېزي.
په همدې ترتیب د اروپايې ټولنې سفیرانو په سولې مذاکراتو کې پرمختګ د سملاسي اوربند د ټینګښت لپاره مهم وباله او په ملي روغې جوړې عالي شورا کې یې د پرمختګونو هرکلی وکړ.#
پای/ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته