کابل/ د سلواغې لومړۍ/ باختر
د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن ماښام د کاناډا لومړي وزیر جسټن تروډو سره، ټلیفوني خبرې وکړې. په دغه ټلیفوني مکالمه کې د کاناډا لومړي وزیر په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر زیاتوالي اندېښنه څرګنده او ټینګار یې وکړ موږ په افغانستان له داسې سولې ملاتړ کوو چې دغه هیواد باثباته، مستقل او د ولسواک نظام لرونکی وي. همداراز دواړو لوریو د ناټو سازمان د دفاع وزیرانو د کنفرانس په اړه چې د فبرورۍ په میاشت کې په بروکسل کې جوړېږي، هم بحث او خبرې وکړې. دوی څرګنده کړه، باید په دغه کنفرانس کې د افغانستان پر وړاندې ګډ او همغږی سیاست رامنځته شي، ترڅو د سولې مذاکرات مطلوبې موخې ته ورسېږي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ