سیاستخبرونه

جمهوررییس محمد اشرف غني د ناټو له سرمنشي سره ټلیفوني خبرې وکړې

کابل/ د مرغومي ۲۹مه/ باختر
د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررییس محمداشرف غني نن غرمه د ناټو له سرمنشي ینس ستولټنبرګ سره ټلیفوني خبرې وکړې. په دغه ټلیفوني مکالمه کې دواړو لوریو د سولې پروسې او له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د ناټو د دوامداره ملاتړ په اړه بحث او خبرې وکړې. د ناټو سرمنشي ینس ستولټنبرګ وویل: د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو روزنې، مشورې ورکولو او مرستو په برخه کې زموږ ژمنه او ملاتړ پر ځای دی او په دې هکله زموږ ماموریت دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته