سیاستخبرونهTOP

جمهوررییس محمد اشرف غني هرات ته ورسېد

کابل/ د سلواغې ۲مه/ باختر

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررییس محمداشرف غني د لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د هرات عمومي وضعیت د ارزونې په موخه نن سهار هرات ته ورسېد.

باختر آژانس ته د جمهوري ریاست د ویندوی دفتر د معلوماتو له مخې؛ د هرات په نړیوال هوايي ډګر کې د هرات ولایت مسوولینو، مشرانو او متنفذینو جمهورريیس او ورسره پلاوي ته ښه راغلاست ووایه. جمهوررییس به په دغه سفر کې دهرات له ملکي او نظامي مسوولینو، علمای کرامو، ښځو، ځوانانو، ولایتي شورا غړو، متنفذینو، مدني فعالانو او تاجرانو سره جلا جلا لیدنې ولري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته