کابل / د مرغومي ۳ مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهورریيس محمد اشرف غني پرون له غرمې مخکې په ۲۰۷ظفر قول اردو کې له يو شمېر بريدملانو، سرتېرو او ساتنمنانو سره په کتنه کې د هغوی غوښتنې او وړانديزونه واورېدل.
باختر آژانس ته د جمهوري ریاست د ویندوی دفتر د معلوماتو له مخې؛ شريف الله د ملي پوليسو، واحدالدين د ملي اردو او ابوبکر د ملي امنيت په استازيتوب خبرې وکړې او خپلې غوښتنې او وړانديزونه يې له جمهوررییس سره شريک کړل.
هغوی په هرات کې د خلکو د امنيت تامين لپاره د خپلو هڅو د دوام ډاډ ورکړ او د نظام، جمهوريت او د تېرو نولسو کلونو د لاسته راوړنو د ساتنې لپاره يې په هر ډول شرايطو کې خدمت ته تياری وښود او ټينګار يې وکړ چې تر بل هر وخت زيات د امنيتي بنسټونو ترمنځ د همغږۍ زياتوالي د جګړې په ډګر کې پر دښمن برلاسي کړي دي.
جمهوررییس د هغوی د راپورونو تر اورېدو وروسته په هرات کې د مېشتو امنيتي او دفاعي ځواکونو د هڅو او قربانيو ستاينه وکړه او د هغوی له کورنيو يې مننه وکړه چې د هېواد د ساتنې لپاره د خپلو اولادونو ترڅنګ ولاړې دي.
جمهوررییس غني وويل: تاسو په هر ډول شرايطو کې په مېړانه، زړورتيا او رښتينولۍ دنده ترسره کړې او زه په تاسو وياړم.
جمهوررییس په هرات کې مېشتو امنيتي او دفاعي ځواکونو ته ډاډ ورکړ چې د حکومت د رهبرۍ بشپړ ملاتړ له ځان سره لري، پر وخت به يې حقوق اجرا کېږي او د وظایفو په جريان کې به ورته کاري اسانتياوې رامنځته کېږي.
جمهوررییس غني د غونډې په پای کې د ښځينه منسوبينو د اتلوليو ستاينه وکړه، ویې ويل: په رهبرۍ کې به هم ښځينه منسوبينو ته د خدمت زمينه برابرېږي او د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو په ليکو کې يې د هغوی د رول پر برجسته کولو ټينګار وکړ.#
پای / ذ