سیاستخبرونهامنیتټولنهTOP

جمهور رئيس د ایران له منتخب جمهوررئیس سره وکتل

کابل/ د زمري ۱۴مه/ باختر

جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې په تهران ښار کې د ایران اسلامي جمهوریت جمهوررئیس ډاکتر سیدابراهیم رئیسي سره د یاد هیواد جمهوري ریاست مقر کې وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان او ایران ترمنځ د همکاریو او اړیکو د پراختیا په اړه بحث او خبرې وکړې.

د ایران منتخب جمهوررئیس د افغانستان اسلامي جمهوري دولت څخه د ملاتړ په تداوم او  د سولې لپاره د سیمه ییزې اجماع پر کوښښونو ټینګار وکړ.

ډاکتر ابراهیم رئیسي وویل، د مشروع نظام او د افغانانو د حقونو او سولې پروسې ملاتړ کوم. ګاونډيان په ځانګړي ډول افغانستان زما په بهرني سیاست کې لوړمقام لري.

جمهوررئیس غني له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د ایران د همکاریو او مرستو په ځانګړي ډول په دغه هیواد کې د مېشت افغان کډوالو د کوربتوب مننه وکړه او پر ګډو اقتصادي همکاریو او د دواړو هیوادونو ترمنځ د مناسباتوپر  پراختیا یې ټینګار وکړ.

په پام کې ده چې جمهوررئیس غني به نن مازدیګر د ایران اسلامي جمهوریت د منتخب جمهوررئیس ډاکتر ابراهیم رئیسي د لوړې په مراسمو کې چې د اسلامي شورا ودانۍ کې ترسره کېږي، ګډون وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته