امنیت

جمهور رئیس غني:د قوې مشروع انحصار او مشروع استعمال له دې وروسته د افغان ملي امنیتي ځواکونو په غاړه دی

کابل باختر د مرغومي يوولسمه
سرله نن څخه افغان امنیتي ځواکونو د افغانستان د امنیت او دفاع بشپړ مسوولیت په خپله غاړه واخیست.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت نن له غرمې مخکې په ارګ جوړه شوه، د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني وویل: " زه غواړم نن افغان ولس ته مبارکي ووایم چې زموږ امنیتي ځواکونه په دې بریالي شوي دي چې د افغانستان له ملي حاکمیت، د دې خاورې د ناموس د ساتنې او د وطن د دفاع بشپړ مسوولیت په خپله غاړه واخلي".
جمهور رئیس غني وویل چې د امنیتي ځواکونو منسوبان د دې خاورې رښتیني بچیان دي او دې ته اړتیا ده چې د افغانستان ټول خلک په یوه واحده لیکه کې د افغانستان له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره خپل ملاتړ څرګند کړي.
د افغانستان جمهور رئیس د هېواد له دیني عالمانو، د ټولنیزو قشرونو له مشرانو، د مدني ټولنو له غړو او رسنیو وغوښتل چې د افغانستان پرامنیتي ځواکونو باندې د باور او ملاتړ لپاره دې له هر جومات او مدرسې څخه څرګند پیغام خپور کړي.
جمهور رئیس غني د زړور پولیس میرافغان قربانۍ ته د اشارې په ترڅ کې د هېواد له دیني عالمانو وغوښتل چې د دې خاورې بچیان وستایي.
د افغانستان جمهور رئیس د ټولنیزو قشرونو له مشرانو وغوښتل چې خپل بچیان وهڅوي ترڅو د ملي امنیتي ځواکو په لیکو کې ځانونه تنظیم کړي.
جمهور رئیس محمد اشرف غني ژمنه وکړه چې د ملي امنیتي ځواکونو د شهیدانو له کورنیو او معلولینو سره د مرستې په موخه به یو وجهي صندوق جوړ کړي.
د هېواد جمهور رئیس د ملي امنیتي ځواکونو منسوبانو ته په خطاب کې وویل: " د قوې مشروع انحصار او مشروع استعمال له دې وروسته ستاسو په غاړه دی چې دا دواړه دندې ډیرې سختې دندې دي، نن د افغانستان په ډېرو لرې پرتو دښتو او لوړو څوکوکې افغان امنیتي ځواکونه هره شیبه د خپلې خاورې ساتنه کوي، دا په دې خاطر چې تاسو ډیر زړور او میړني ياست نو ستاسو عملونه هم باید د قانون او شرعې په چوکات کې او د قانون د انفاذ لپاره وي ".
جمهور رئیس غني د ملي امنیتي ځواکونو د خدمتونو په درناوي ډاډ څرګند کړ، وې ویل:" هغو منسوبانو چې په تېرو پنځو کلونو او یا له هغې څخه په زیاته موده کې د بست د نه شتون له امله ترفیع نه وې کړې، یوه فوق العاده ترفیع به ورته منظوره کړم".
همدا راز جمهور رئیس محمد اشرف غني د ملي امنیتي ځواکونو منسوبانو ته د قول اردو ګانو او امنیه قوماندانیو ته څېرمه د کورونو، ښوونځيو او نورو خدمتونو د زمینې د برابرولو ژمنه وکړه.
جمهور رئیس غني همدا راز وویل چې د هېواد ملي امنیتي ځواکونه به په وړو وړو سیاستونوکې نه ښکیل کیږي او د کاري مصوونیت لپاره به د قانون په چوکاټ کې سراسري اقدامات ترسره شي.
ده وویل چې اصلاحات به د اصولو او قواعدو له مخې ترسره کیږي، نه د سلیقې. د شفافیت او حساب ورکونې اصل به ډېر ژر د ملي امنیتي ځواکونو په لیکوکې عملي شي.
د افغانستان جمهور رئیس په هېواد کې د سولې په ټینګښت باندې د ټینګار په ترڅ کې وویل:" موږ د افغانستان راتلونکې د نورو د تصمیمونو قرباني کولی نه شو، موږ د چا د جګړې میدان نه یو او نه هم نیابتي جګړو ته په دې خاوره کې اجازه ورکوو، افغانستان یو آزاد  او آزادي خوښونکی هېواد دی، خلک یې ملي یووالی او سیاسي اراده لري چې جګړې ته د پای ټکی کیږدي " .
جمهور رئیس غني یو شمېر ګاونډیو هېوادونو ته د اشارې په ترڅ کې وویل:" نور اختیار لري چې له موږ سره  ګټوره همکاري وکړي، خو نه شي کولای چې زموږ پر وړاندې خنډونه رامنځته کړي".
جمهور رئیس محمد اشرف غني همدا راز وویل: " هیچا ته به اجازه ور نه کړو چې زموږ له خاورې څخه زموږ د ګاونډیو هېوادونو پرخلاف استفاده وکړي او له خپلو ګاونډیو هېوادونو څخه هم د ورته عمل غوښتنه کوو، ځکه چې له ورته عمل پرته دوستي دوام نه مومي او د اعتماد دفضا رامنځته کول هم د ورته عمل غوښتنه کوي".
جمهور رئیس غني د ترهګریزو فعالیتونو د غندلو په ترڅ کې وویل :"  ښه او بد تروریزم وجود نه لري او په عمومي توګه ټول دولتونه او په ځانګړې توګه د سیمې هېوادونه یو اختیار لري چې یا به موږ ټول د ثبات او سوکالۍ په لور ځو او یا خدای مه کړه ډوبیږو به ".
ده وویل: " هیڅوک نه شي کولای افغانستان ډوب کړي، هر چاچې په تاریخ کې د افغانستان د ډوبولو هڅه کړې ده، په خپله له ماتې سره مخامخ شوی دی، دا خاوره سقوط نه کوي ".
جمهور رئیس همدا راز په دې غونډه کې د ایساف دځواکونو له مرستو او قربانیو څخه مننه او قدرداني وکړه.
د دغې غونډې په پای کې جمهور رئیس غني د ملي دفاع او دکورنیو چارو دوزارتونو، د ملي امنیت د لوی ریاست او د ایساف ځواکونو یو شمېر منسوبانو ته د میړانې مډالونه ورکړل چې په اړوندو دندوکې یې  وړتیاوې ښودلې وې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته