سیاست

جمهور رئیس غني د ویډیو کنفرانس له لارې په کندز کې له نظامي رهبري سره خبرې وکړې

کابل_باختر د تلې د مياشتې ٩ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني نن سهار د جمهوري ریاست د ارګ د توحید له ملي مرکز څخه د ویډیو کنفرانس له لارې په کندزکې له نظامي رهبري سره د کندز ښار د امنیتي وضعیت او وروستیو پرمختګونو په هکله خبرې وکړې.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفترباختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دغه ویډیویي کنفرانس کې چې د ملي امنیت شورا غړو هم حضور درلود، لومړی د ملي اردو د لوی درستیز مرستیال جنرال مراد علي مراد د هېواد جمهور رئیس ته د کندز ښار د بېرته نیولو په اړه معلومات او ډاډ ورکړ، چې د کندز ښار وضعیت آرام او بېرته عادي حالت ته ګرځېدلی دی.
د لوی درستیز مرستیال وویل: د ټولو امنیتي ارګانونو ګډ نظامي کمیسیون فعال شوی دی، چې ټولې چارې په ښه توګه سنبالوي اوغیر مسوولو افرادو او زورواکو ډلو ته ښار ته د ننوتلو اجازه نه ورکول کېږي.
ده جمهور رئیس ته ډاډ ورکړچې د تصفیوي عملیاتو پرمهال ملکي وګړو ته زیان نه دی اوښتی او په ښارکې ټولې ادارې به ډېرې ژر فعاله شي او خلک به عادي ورځني ژوند ته وګرځي.
جمهور رئیس د معلوماتو له اورېدلو وروسته، په کندز ښار کې نظامي مشرتابه پلاوي ته لارښوونه وکړه، هیچاته د خلکو د ځورولو اجازه ورنه کړي او هغوی ته د خوندیتوب ډاډ ورکړي.
جمهور رئیس غني په کندز ښارکې د امنیتي او دفاعي ځواکونو مسوولینو او نظامي رهبري ته په ټینګار سره د عملیاتو د دوام وویل، تر څو د کندز ولسوالۍ، سیمه او ټول  شمال ختیځ زون د دښمن له شتون څخه پاک شي.
د هېواد جمهور رئیس وویل: د کندز ښار د پېښې د څېړنې په موخه به ډير ژر یو پلاوی واستوي او زیاته یې کړه چې د پلاوي د څېړنو په رڼا کې به هغوی چې په خپلو دندو او مسوولیتونوکې یې غفلت کړی؛ مجازات شي او د امنیتي او دفاعي ځواکونو هغه افسران او منسوبین به تقدیر کړي چې د کندز ښار په بېرته نیولوکې یې مېړانه کړې.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته