ټولنه

د کونړ ځايي اوسېدونکي وايي چې د کرنې او مالدارۍ ادارې په دغه ولایت کې د ۵۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت خیالي بڼونه جوړ کړي دي

 اسعد آباد/دلړم ٣ مه/باختر
د کونړ اوسېدونکي وايي چې د کرنې ریاست د نه پاملرنې له امله د دغه ولایت د ماڼوګي ولسوالۍ کې د  ۵۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د غوزانو کېنول شوي بڼونه وچ شوي دي.
دوی وايي چې یو ان ډي پي د ماڼوګي ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د پنځوس زره امریکایې ډالرو په لګښت لسګونه جریبه ځمکه کې دغوزانو لس زره  نیګالي کېنولي وو، خو اوس یې زیاته برخه  بوټي یا وچ شوي او یا بیخي له منځه تللي دي.
د سیمې خلک وايي دلته لسګونه جریبه ځمکه له حاصله وتې او اوس دا وخت پکې دنیالګیو څرک نه لیدل کېږي.
دوی زیاتوي چې ځایي خلکوپه خپله ځمکه دغوزانو نیالګي په دې هیله کېنول چې ګوندې حاصل به یې د دوی ژوند ښه کړي، خو اوس دغه سیمه د څاریو د څړ په ځای بدله شوې او ګټه یې یوازې هغوی ته په لاس ورغلې چې د پروژې مسوولیت یې پر غاړه درلود.
عبدلباسط ځایي اوسېدونکی وایي چې د کرنې ریاست د نه پاملرنې له امله بزکرانوته یوازې له تاوان پرته بل هیڅ هم په لاس نه دي ورغلي.
هغه زیاتوي چې د غوزانو د نیالګیو کېنولو قرارداد د پیج درې د ځوانانو له یوې مدني ټولنې سره شوي و، چې له مخې یې یاد مدني بنسټ، د شوي تفاهم له مخې مکلف و چې دغوزانو د کېنول شویو نیالګیو په سمه توګه پالنه وکړي او تر دووکالو د اوبه خور مسوولیت هم ادا کړي ،خو هیڅ یې ونه کړل چې له امله یې  بوټي له تندې وچ شول.
اقبال شاه چې د کرنې په برخه کې کافي تجربه لري وايي چې د کونړ هره سیمه  د مېوې او زینتي بوټو کېنولو لپاره مساعد چاپیریال لري.
هغه وايي د غوزانو په پروژه کې موسسه،  ولایتي اداره، کرنې ریاست او مدني ټولنه باید د کونړ ولس ته ځواب ورکړي.
اقبال له دولت څخه په کلکه غوښتنه کوي چې د داسې خیالي پروژو مخه ونیسي او د نړیوالې ټولنې مرستې په سم ډول په مصرف ورسوي.
هاخوا د مدني بنسټ مشرامین الله همت بیا وایي چې د کرنې ریاست  د همکارۍ او نظارت لاندې یې یاده پروژه په سم ډول تطبیق کړې ،ساتنه او پالنه یې کړې ،خو خلکوورسره همکاري نه ده کړې.
خو د ماڼوګي اوسېدونکی خان شېر بیا وایي چې دغه پیسې سمې نه دي مصرف شوې، بلکی خیالي بڼونه پرې جوړشوي او پیسې یې د کرنې ریاست د یاد بنسټ سره په شریکه هیف میل کړي دي.
هغه له دولت غواړي چې د مدني بنسټ او کرنې اومالدارۍ مسوولین څارنوالۍ ته وروپېژني.
په ورته وخت کې د ماڼوګي ولسوال عبدالمرجان ساپی هم مني چې یاده پروژه په سم ډول  نه ده تطبیق شوې.
ساپی زیاتوي که دغې پروژې ته سمه پاملرنه شوې وی، ډاډه دی چی هم به د ځنګلونواحیا شوی وی اوهم به د بڼ لرونکو اقتصاد پياوړی شوی وی.
په  همدې  حال کې د کونړ د ولایتي ادارې د چاپیریال ساتنې کارپوه حبیب الله منځنی هم په بېلا بېلوپروژوکې فساد مني او وایي چې له فساد سره د مبارزې په برخه کې یې یوه ګډه کمېټه جوړه کړې، ترڅو له پروژو په سم ډول نظارت وکړي.
خو د کونړد کرنې او مالدارۍ رییس انجینرانعام الله ساپی بیا دا نه مني چې  زیاتره  نیالګي دې له  منځه تللي وي.
ساپی وايي:  یو این ډي پي په مخامخ ډول د یوه ځایی مدني بنسټ سره د دغه پروژې قرارداد لاسلیک کړی او د دوی د څارنې لاندې تطبیق شوې ده.
ساپي دا هم رد کړه چې ګواکې د غوزانو بڼونه دې خیالي وي، په وینا یې دوی د بڼونو په ساتنه کې خپله هڅه کړې، خو ولسونوخپله بې پروایي کړې ده.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته