سیاستخبرونهامنیتTOP

جمهور رئیس غني د پاکستان او برتانیې له لوی درستیزانو سره وکتل

کابل/ د غويي ۲۰مه/ باختر

جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د پاکستان لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه او د برتانیې لوی درستیز جنرال سرنیک کارټر سره وکتل.

په دغو کتنو کې، د سولې پروسې، د افغانستان او پاکستان دوه اړخیزه اړیکو، په سولې پروسه کې د پاکستان د رول او په افغانستان کې د تاوتریخوالي ختمولو په اړه بحث او خبرې وشوې.

جمهوررئیس غني په ټینګار وویل، د سولې په ټینګښت کې د سیمه ییزو هیوادونو په ځانګړي ډول د پاکستان رول او پر طالبانو د دغه هیواد اغېز ډېر مهم دی او دواړه ګاونډي هیوادونه له متقابل درناوي، ښه ګاونډیتوب او اقتصادي همکارۍ پرته بله لار نه لري. جمهوررئیس زیاته کړه، د افغانستان جګړه نظامي حل لار نه لري او د طالبانو ټینګار پر پوځي حل لارې افغانانو ته د منلو نه دی او افغان ولس د بحث او مذاکراتو له لارې د عادلانه او تلپاتې سولې غوښتونکي دي.

جمهوررئیس غني د دواړو هیوادونو ثبات د یوه بل مرتبط وباله او په افغانستان کې د عادلانه او تلپاتې سولې د تامین په برخه کې یې د پاکستان د موثر رول غوښتنه وکړه.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته