سیاست

جمهور رئیس غني: قانون باید موقف ته له کتلو پرته پر ټولو تطبیق شي

کابل_باختر د چنګاښ د مياشتې ١١ مه:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني پرون مازدیګر د اداري فساد پر ضد د مبارزې عدلي او قضایي مرکز رسماً پرانیست.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په هغو مراسمو کې چې په همدې مناسبت په ارګ کې پرځاى شول، جمهور رئیس د کابل پروني ترهګریز برید د پېښې د شهیدانو کورنیو ته تسلیت څرګند کړ او له خلکو څخه یې وغوښتل چې د باغیانو په مقابل کې په یو اواز ودرېږي.
هغه وویل، نن زموږ اولادونه د پولیسو تعلیمي مرکز ته تلل چې د قانون د تطبیق طریقه زده کړي، تر څو سبا هره افغانه مېرمن، نارینه او ماشوم  پر دې اعتماد چې پولیس د هغوی ساتنه کوي، خپل ژوند او چارو ته دوام ورکړي.
جمهور رئیس وویل، د پولیسو له لوري د جرایمو کشف او د هغو تحقیق او د څارنوال له لوري په محکمه کې د متهم پر ضد د دعوا اقامه د قانون د احکامو مطابق ترسره کېږي. هغه ټینګار وکړ قانون باید موقف ته له کتلو پرته په ټولو تطبیق شي.
جمهور رئیس له سترې محکمې څخه د رامنځته شویو اصلاحاتو لکه د یو زر تنو قاضیانو د تبدیلي، په څارنوالۍ کې د بدلونونو او د کورنیو چارو وزارت د سنګینو جرایمو مرکز ښه فعالېدلو له امله مننه وکړه.
محمد اشرف غني وویل، د دوامدارې مبارزې او د باوري فضا د رامنځته کولو یوازینۍ لاره دا ده چې قانوني بنسټ خپلې دندې ترسره کړي.
جمهور رئیس د عدلي او قضایي مرکز له مسوولینو څخه وغوښتل چې پر قوانینو اتکا ولري، دقت او د عمل سرعت ته پام وکړي. هغه وویل، په دقت باید قضیې وڅېړي چې په فساد ککړ او له فساده پاک خلک سره تفکیک شي.
همدارنګه جمهور رئیس وویل، د اداري فساد پر ضد عدلي او قضایي مرکز باید په خپلو اجراتو کې قاطعیت ولري او د اشخاصو موقف ته له کتلو پرته پرېکړې وکړي.
ورپسې اجرائیه رئیس ډاکټرعبدالله عبدالله خبرې وکړې او د پرونۍ تروریستي پېښې په هکله د تسلیت پرمهال یې وویل، د عدلي او قضایي مرکز تاسیس د اساسي قانون د حکمونو د تطبیق او له فساد سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت اراده ښیي .
اجرائیه رئیس زیاته کړه، یاد مرکز د سیاسي اهدافو په موخه نه دی ایجاد شوی او موږ له هغه څخه د سیاسي ګټه اخیستنې مجال نه ورکوو. هغه وویل، د هېواد په عدلي او قضایي سیستم کې اصلاحات پیل شوي دي او د قانون مطابق تطبیقېږي. هغه زیاته کړه، دا مرکز د افغانستان د خلکو د مشروع او برحقه غوښتونو د تحقق لپاره ایجاد شو.
ډاکټر عبدالله وویل، هدف، اراده او عزم دا دی چې دا مرکز بریالی شي او خلک ورڅخه ښې هیلې ولري.
ورپسې د هېواد لوی څارنوال محمد فرید حمیدي د خبرو پرمهال وویل، زموږ د خلکو غم او ښادي سره ګډ شوي دي. پرون زموږ روژه لرونکي ځوانان په شهادت ورسېدل او په عین حال کې د افغانستان خلکو ته د خدمت کولو په موخه د دې مرکز پرانیسته ښه خبر دی.
فرید حمیدي د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکړ او ويې ویل، له دې وروسته د افغانستان د خلکو له جیب څخه د دولتي مامورینو لاسونه لنډېږي.
هغه وویل، د عدلي او قضایي مرکز ایجاد د افغانستان خلکو ته د عدالت د تامین او د قانون د حاکمیت ډاډ دی او خلکو ته فرصت ورکول کېږي چې له قانون څخه د ملاتړ په سیوري کې ژوند وکړي او له حقونو، ازادیو، عدالت او د قانون حاکمیت څخه د ملاتړ لپاره امیدواره وي.
د هېواد لوی څارنوال څرګنده کړه، زموږ مبارزه بې طرفانه، منصفانه، په دقت، قاطعیت او غیرسیاسي ده او دا مرکز په واضح لید له سلیقې او سیاست پرته اجرات کوي.
حمیدي وویل، له فساد سره مبارزه یوازې د نن لپاره نه ده ، بلکې راتلوونکو نسلونو ته د مطمئن او ابرومندانه ژوند ایجاد دی، نو دا مبارزه باید جدي او قاطعانه مخته یوسو.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته