سیاستخبرونه

جمهور رئیس غني او د امريکا دفاع وزير ټليفوني خبرې وکړې

کابل / د سلواغې ۱۷ مه / باختر
د افغانستان اسلامي جمهوريت جمهوررئيس محمد اشرف غني نن ماښام د امريکا متحدو ايالتونو دفاع وزير لويډ استين سره ټليفوني خبرې وکړې.
په دغه ټليفوني مکالمه کې، دواړو لوريو د دواړو هيوادونو ترمنځ د اړيکو او د افغانستان د سولې پروسې د وروستيو انکشافاتو په اړه بحث او خبرې وکړې.
د امريکا دفاع وزير د دې ترڅنګ چې د افغانستان د امنيتي او دفاعي ځواکونو قربانۍ وستايلې، وويل چی د هيواد نوی حکومت يې د سولې هغې پایداره پروسې چې د افغانانو په ګټه وي او په پايله کې يې دايمي اوربند ترلاسه شي، ملاتړ کوي.
په دې ټليفوني خبرو کې د جمهور رئيس لومړي مرستيال امرالله صالح او د ملي امنيت سلاکار ډاکتر حمدالله محب په امنيتي او دفاعي سکتور کې د اصلاحاتو په اړه معلومات ورکړل.
همداراز په دې تليفوني تماس کې دواړو لوريو د تاوتريخوالي او هدفي ترورونو په زياتوالي اندېښنه وښوده او هغه يې وغندل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته