سیاستخبرونهTOP

جمهور ريیس غني د ملي روغې جوړې عالي شورا له ريیس سره وکتل

کابل / د لیندۍ ۲۰ مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني تېر ماښام د ملي روغې جوړې عالي شورا ريیس ډاکتر عبدالله عبدالله سره وکتل.
د جمهوررييس د وياند دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، دواړو لوریو د ملي روغې جوړې عالي شورا د فعالیتونو پر تعقیب خبرې وکړې او د ملي روغې جوړې عالي شورا د کار پیل یې د سولې پروسه کې یو مهم ګام وباله.
همداراز په دوحه کې د سولې مذاکراتو د لومړي پړاوو پای ته رسېدو او د سولې پروسې پر راتلونکو مرحلو په تفصیل خبرې او د سولې پروسې د ملاتړ او ملي او بین المللي اجماع په اړه هم بحث وشو.
پاى- سعيده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته