سیاستTOPنړۍتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

جوبایډن او د امریکا نوی سیاست

۲۰- کابل / د سلواغې لومړۍ / باختر
جوبایډن د امریکې متحدو ایالتونو د ۴۶ جمهوررییس په توګه نن لوړه کوي. په واشنګټن او په ځانګړي ډول سپینې ماڼۍ شاوخوا کې خورا سخت امنیتي تدابیر نیول شوي دي. سیاسي کارپوهان او د چارو څارونکي باور لري چې د جمهوررییس په توګه د جوبایډن د کار په پیل سره، د امریکا سیاست هم بدلون مومي.
د باختر آژانس مفسر دا موضوع څېړلې ده او لیکي:
کله چې ډونالډ ترامپ د امریکا جمهوررییس شو؛ نو هغه مهال ډېرو دا یوه حیرانوونکې پېښه وبلله. دننه په امریکا کې سیاسي مخکښانو خو هېڅ اټکل نه کاوه چې ټرامپ دې انتخابات وګټي. ټولو هغه مهال د هیلري کلنټن د بری خبرې کولې او ټرامپ یې له سیاسته لرې باله؛ خو د انتخاباتو پایله د ډېرو د تمې خلاف شوه او ټرامپ جمهوررییس شو. هغوی چې د هیلري کلنټن پر بري یې باوردرلود، پرته له دې چې حیران او ګوته په خوله شي، نور څه یې په وس کې نه وو. سپینې ماڼۍ ته د ټرامپ ننوتو هم امریکایان او هم نړیوال حیران کړل او وتلو یې هم.
ویل کېږي چې ټرامپ نن د جوبایډن د لوړې په مراسمو کې ګډون نه کوي. د ده مرستیال به په دغو مراسمو کې ګډون وکړي. ټرامپ د وروستیو انتخاباتو پایلې نه مني، ده له حقوقي لارو کوښښ وکړ چې دا پایلې باطلې کړي؛ خو بریالی نه شو.
کله چې کانګرس د انتخاباتو د پایلو په اړه پرېکړه کوله، ده پر خپلو پلویانو غږ وکړ چې د کانګرس ماڼۍ پر لور مارش وکړي. د ده پارېدلیو پلویانو پر ماڼۍ برید وکړ، تاوتریخوالی رامنځ ته شو او څلور تنه په کې ووژل شول.
دې پېښې یو ځل بیا ټوله نړۍ حیرانه کړه. د ټرامپ پاریدلیو پلویانو پر کانګرس، یانې د امریکا د لېبرالې دموکراسۍ پر سمبول برید وکړ. د ټرامپ پرخلاف دننه په امریکا کې حرکت پیل شو. دموکراتانو په کانګرس کې د ده د محاکمې غوښتنه وکړه او دی یې د بغاوت په پارولو تورن کړ. د ده یو شمېر نږدې پلویان هم د ده پرخلاف شول او پر کانګرس یې برید وغانده. نه د ټرامپ حقوقی هڅو او نه هم پر کانګرس د ده د پلویانو برید له ده سره مرسته وکړای شوه چې په سپینه ماڼۍ کې پاتې شي.
نن سپینې ماڼۍ ته نوی جمهوررییس ننوځي او د امریکا په تاریخ کې نوې پاڼه پرانیستل کېږي. جوبایډن د ټرامپ په څېر له سپینې ماڼې سره نابلده نه دی؛ بلکې ښه ورسره بلد دی، د سپینې ماڼۍ کونج کونج ورمعلوم دی، د سپینې ماڼۍ دهلیزونه او پوړونه ورمعلوم دي، د سپینې ماڼۍ رازونه ورمعلوم دي او د سپینې ماڼۍ د بري او ناکامۍ سورونه ورمعلوم دي. دی د بارک اوباما مرستیال و او هغه مهال د امریکا د کورني او بهرني سیاست په ټولو مهمو او عادي پرېکړو کې یې ګډون لاره. دا ښایي مبالغه نه وي که وویل شي چې دی د جمهوري ریاست تجربه لري.
خو جوبایډن په نویو او خورا سختو شرایطو کې دنده پیلوي. دی داسې مهال نن سپینې ماڼۍ ته ننوځي چې په امریکايي ټولنه کې ډېر ژور سیاسي او ټولنیز انقطاب رامنځ ته شوی دی، ډېر ژور درز لوېدلی دی او دا انقطاب او درز که د ټرامپ خوښه وي یا نه، د ده پر پرېکړو او تګلارو اغېز کوي – هم په کورني سیاست کې او هم په بهرني سیاست کې.
ښایي ټرامپ دې خبرې ته لومړیتوب ورکړي چې څنګه د دغه انقطاب د لا ژورېدو مخه ونیسي. د ده لپاره به مهمه موضوع د امریکایانو د یووالي بېرته بسیا کول وي. پر کانګرس برید د امریکا دموکراسي تر پوښتنې لاندې راوستې ده او دی به کوښښ کوي چې د امریکا د دموکراسۍ له لاسه وتلی باور بېرته راژوندی کړي.
په ګڼو کورنیو او بهرنیو مسایلو کې به د بایډن تګلاره د ټرامپ د تګلارې مخالفه وي. داسې ویل کېږي چې دی به په کور دننه او دباندې د ټرامپ پر ټولو پرېکړو د بطلان کرښه راکاږي او هر څه به له هغه ځایه پیل کړي چې بارک اوباما هلته رسولي وو. د ده تګلاره به په لږ بدلون سره د بارک اوباما د تګلارې دوام وي.
پای/ن.ش

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته