سیاست

حامدکرزی د لغمان ولایت مشرانو ته په ویناکې: له امریکا سره امنیتي قرارداد په دې شرط امضا کوو چې په هېوادکې مو سوله تامین کړي او اردو او اقتصاد مو تقویه کړای شي

 

کابل_باختر د ثور دمياشتې ٨:

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي د لغمان ولایت له یو شمېر دیني عالمانو، مشرانو او مخورو سره وکتل.

دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:

په دغه کتنه کې چې نن غرمه په ارګ کې ترسره شوه، د لغمان والي ډاکترفضل الله مجددي او د دغه ولایت د ولایتي شورا رئیس میرحاتم تره خیل د نورو په استازیتوب خبرې وکړې، د لغمان ولایت په امنیتي حالت، د ښې حکومتوالۍ، په اقتصادي او پرمختیایي برخوکې د مثبتو بدلونونو په اړه جمهوررئیس ته معلومات ورکړل، وې ویل: د لغمان ولایت د امنیتي ځواکونو د بشپړې همغږۍ او د دغه ولایت د خلکو د همکارۍ په نتیجه کې اوس د لغمان  ولایت ۷۰ سلنه اوسیدونکي په امنیت کې ژوند کوي.

دوی همدا راز د خپلو یو شمېر سیمه ایزو ستونزو د بیانولو په ترڅ کې دوهمې درجې ته د لغمان ولایت د لوړولو، د ملي پولیسو د تشکیل د پراختیا، د کله ګوش او وطن ګټو د اوبو او برېښنا پر بندونو باندې د کار د پیل کېدلو، د شهیدانو د پله د جوړیدو او د باد پخ ولسوالۍ د سړک د پخولو، د بابا صاحب په سیمه کې د یو هوایي ډګر، د ولایت د مقام د اداري کمپلکس او د لغمان ولایت په اړوندو ولسوالیو کې د څلویښت بستریزو روغتونونو د جوړیدلو غوښتنه وکړه.

د لغمان والي همدا راز جمهوررئیس ته وړاندیز وکړ چې د لغمان ولایت هغه امنیتي چاوراکي دې وستایل شي چې د دغه ولایت د امنیت په ټینګښت او پراختیاکې یې له ځانه وړتیا ښودلې ده.

جمهوررئیس د دوي ستونزو او غوښتنو له آوریدو وروسته، وویل: لغمان د افغانستان له هغو ولایتونو څخه دی چې ډیر روزلي او په کار پوه کادرونه یې هېواد او خلکو ته په خدمت بوخت دي.

حامدکرزي د لغمان د خلکو غوښتنې او وړاندیزونه پرځای وبلل، ډاډ یې څرګند کې چې د هغوی دغه غوښتنې به د لغمان د والي او د دغه ولایت د څوتنو مشرانو په حضورکې د کابینې په غونډه کې وڅیړل شي او د حل لپاره  به یې لازم اقدامات ترسره شي.

د هېواد جمهوررئیس همدا راز په دغه غونډه کې د لغمان له مشرانو سره ځینې مهمې ملي مسلې شریکې کړې او د هغو په اړه یې د لغمان د مشرانو نظرونه واوریدل.

حامدکرزي د لغمان مشرانو، عالمانو او په ملي او ولایتي شورا کې د دغه ولایت استازو ته پخپلو خبروکې په ډاګه کړه چې افغانستان له ټولې نړۍ، په تېره بیا د امریکا له متحده ایالاتو سره ښې او نږدې اړیکې غواړي.

 له امریکا سره د امنیتي تړون د امضا کولو په هکله ده وویل چې په دې تړون کې موږ خپل منفعت وینو خو امضا کولو ته یې شرایط لرو او هغه داچې دا تړون د دې باعث شي چې په هېواد کې مو سوله او امنیت ټینګ شي، پوځي قوتونه مو تجهیز او اقتصاد مو تقویه شي.

جمهوررئیس وویل چې موږ به هیچا ته دا اجازه ورنکړو چې زموږ په بهرني سیاست کې کوم بل هېوادته د اثر او د اعمال نفوذ زمینه برابره کړي، موږ به لکه د اوس په شان تل مستقل خارجي سیاست ولرو. 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته