فرهنګ

حسينه ساپۍ: تر اوسه د استاد کمال الدين بهزاد مکتب او ځانګړى سبک بې شمېره لارويان لري

کابل/باختر/ د زمري ۶مه
د هرات د تيموريانو دورې د انځورګر، ميناتوريست او ځلانده څېرې استاد کمال الدين بهزاد علمي او څېړنيز سمينار نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په اهتمام په کابل کې  جوړ شو.
د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې: دغه سمينار د يوشمېر جګپوړو دولتي مسوولينو، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مشرتابه پلاوي او د علمي او فرهنګي شخصيتونو په ګډون د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځې په تالار کې جوړ شو.
په سمينارکې لومړۍ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسينې ساپۍ، د استاد بهزاد د کارنامو په باب خبرې وکړې او ويې ويل: د پنځلسمې پيړۍ ستر انځورګر او هنرمند استاد کمال الدين بهزاد، د رسامۍ او انځورګرۍ په برخه کې د مکتب او ځانګړي سبک خاوند دى.
هغې زياته کړه: استاد کمال الدين بهزاد د انځورګرۍ او نقاشۍ په برخه کې د ځانګړي سبک او مکتب خاوند دى. په خپلو انځورونو کې د روښانه رنګ کارول او د ډول له مخې د بېلابېلو صحنو پنځول او تصويرول، د استاد هغه ځانګړنې دي چې تر اوسه د نړۍ هېڅ هنرمند له هغه سره د سيالۍ تر بريده و نه رسېده.
حسينې ساپۍ وويل چې استاد بهزاد د هېواد د ميناتورۍ هنر له مشهورو څېرو څخه دى چې اوس هم د هغه کارونه په قدردانۍ سره ياديږي او تر اوسه د استاد کمال الدين بهزاد مکتب او ځانګړى سبک زيات لارويان لري.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې څرګنده کړه چې دغه وزارت د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کاليزې په مناسبت د فرهنګي پروګرامونو د ترسره کولو په لړ کې، نن دغه سمينار جوړ کړ چې د دغه سمينار کار به سبا په هرات ولايت کې دوام وکړي.
وروسته د جمهوري رياست سلاکار نبي مصداق، د هېواد د جمهوررييس محمد اشرف غني پيغام ولوست چې په يوه برخه کې يې راغلي دي: « د استاد کمال الدين بهزاد درناوى د فرهنګي او هنري ارزښتونو نمانځنه ده. د اوږده کلونو په بهيرکې د هېواد فرهنګ او هنر حاشيې ته لاړل، خو اوس د دې فرصت برابر شوى دى چې ستر فرهنګي او معنوي ارزښتونه د حکومت د پروګرامونو په لومړيتوبونوکې ونيول شي.»
دغه راز په پيغام کې د دغه سمينار له جوړونکو څخه د قدردانۍ ترڅنګ ويل شوي دي: د دې برخې د مخکښانو درناوى او نمانځنه موږ ته مهمه او اساسي ده او د يوه مسووليت په توګه د هغه د ترسره کولو لپاره اقدام شوى دى.
د افغانستان د علومو اکاډمۍ لوى رييس څېړنوال ډاکتر عبدالظاهر شکيب د استاد کمال الدين بهزاد د مقام، کارونو، مکتب او سبک په باب معلومات ورکړل او استاد بهزاد يې د انځورګرۍ او ميناتورۍ هنر له سترو هنرمندانو څخه وباله.
دغه راز د سمينار په بهيرکې مسوولينو د مينو منت ( د استاد کمال الدين بهزاد د درناوي له الګو) څخه پرده پورته کړه.
وروسته د سمينار علمي غونډه، د رييس په توګه د پوهاند محمد عالم فرهاد، د مرستيالې په توګه د څېړنپوه سيما رسولي او د منشي په توګه د محمد زبير ابراهيمي له انتخاب وروسته په کار پيل وکړ.
په غونډه کې څېړونکو د سمينار په مناسبت خپلې علمي او څېړنيزې مقالې ولوستلې.
څېړنپوه کتاب خان فيضي " کمال الدين بهزاد صورتگر و نقاش ماهرعصر تميوريان"  ترعنوان لاندې مقاله، پوهندوی سيد رسول سادات "چگونکی زادگاهی استاد کمال الدين بهزاد" ، څېړنپوه عبدالجبار عابد "رياليسم در آثار استاد کمال الدين بهزاد" ،  پوهاند محمد عالم فرهاد "محتويات انساګرايانه در اثار استاد کمال الدين بهزاد" ، څېړنپوه شريف الله شريف "نظرعلما و دانشمندان در رابطه به هنر او خلاقيت کمال الدين بهزاد" او فروزان اميري د "استاد کمال الدين بهزاد ستاره درخشان هنر" تر عنوانونو لاندې مقالې ولوستلې.
دغه راز د علمي سمينار دويمه غونډه د رييس په توګه د څېړنپوه ډاکترغلام فاروق انصاري، د مرستيالې په توګه د پوهنيارې مژګان همراز او د منشي په توګه د محمد زبير ابراهيمي له ټاکنې وروسته علمي کار ته دوام ورکړ.
د غونډې په کارکې عبدالوحيد خليلي " اوج نگارگری مکتب هرات و تفکرات صوفيانه کمال الدين بهزاد" ، پوهنيار احمد ولي عالمي د "وضع اجتماعي و فرهنگي دوره تيموريان هرات" او څېړنوال متين مونس محمد د "نگرش بر ويژه گی هاى هنر نقاشی استاد بهزاد"  تر عنوانونو لاندې مقالې ولوستلې .
د علمي غونډې په پاى کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معين پوهاند  محمد رسول باوري، د سمينار د برخه والو د ګډون له امله په قدردانۍ سره وويل چې د سمينار د دويمې ورځې کار به سبا په هرات ولايت کې دوام وکړي.
دغه راز د سمينار د ننني کار په پاى کې ګډونوالو د آصفي د انځورګرۍ د آثارو ګالري وکتله.
د هرات د تيموريانو دورې انځورګر، ميناتوريست او ځلانده څېره استاد کمال الدين بهزاد، په ١٤٥٥ميلادي کال کې د هرات په هنر پاله لمنه کې وزيږېد او په ١٥٣٥ ميلادي کال کې په هرات ښارکې وفات او همالته خاورو ته ورسپال شو.#
پاى – ذ- ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته