TOPښوونه او روزنه

حنفي: نجونې کولاى شي د حجاب په ساتنې سره د ډاکترى ترکچې زده کړه وکړي

کابل /د لړم ٢٦مه /باختر
د اسلامي امارت د امر باالمعروف اونهې عن المنکر د وزارت سرپرست وايي چې په افغانستان کې نجونې کولاى شي د حجاب په ساتنې سره د ډاکترۍ ترکچې زده کړې وکړي.
مولوي محمد خالد حنفي د سمنګانو ولايت ته په خپل سفرکې وويل چې اسلامي امارت د نجونو د زده کړې او تحصيل مخالف نه دى .
هغه وويل چې نجونې نه يواځى تر ١٢ ټولګې پورې بلکې د ليسانس ،ماستر او د ډاکترۍ په سويه کولاى شي د اسلامي حجاب په ساتنې سره تحصيل وکړي.
د امر باالمعروف او نهې عن المنکر وزارت سرپرست وايي چې اسلامي امارت د ښځو اونجونو د زده کړې تحصيل او کار لپاره په يو لارښود کارکوي.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته