ورزش

حنفي: ورزش د صحابو میراث دی

د اسلامي امارت لوړ پوړو چارواکو په المپیک ملي کمېټه کې جوړې شوې غونډه کې وویل چې د ورزشکارانو ملاتړ کوي او ورزش د صحابو میراث دی.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې  د امربالعمروف او نهي عن المنکر سرپرست وزیر شیخ خالد الحنفي وویل: د ویاړ ځای دی چې د اسلامي نظام تر چتر لاندې د ورزشکارانو په داسې پراخه غونډه کې ګډون کوم او زیاته يې کړه:(( همدا ستاسو پراخ ګډون د دې ښکارندويي کوي چې تاسو څومره پاک او مخلصین خلک یاست))

هغه زیاته کړه: دا یو الهي امر دی چې تاسو په ځانونو کې يو ځواک پیدا کړئ، دغه راز ورزش يې د اصحابو کرامو میراث یاد کړ او له ورزشکارانو يې وغوښتل چې د ورزش په برخه کې شرعي اصولو ته پام وکړي.

نوموړي همدا راز وویل: ورزشکاران د هېواد سرمایه ګڼل کېږي، اسلامي امارت له ورزشکارانو سره هر ډول همکارۍ ته تیار دی او بشپړه هڅه به کوي چې دوی ته لازم امکانات برابر کړي.

هغه ورشکارانو ته په خطاب کې وویل: له روغې عقیدې سره ورزش کول جهاد دی او تاسو د الله ج بهترین خلک یاست چې د روغې عقیدې ترڅنک يې د ورزش په برخه کې د کار کولو وړتیا هم درکړې.

د امربالمعروف وزیر وویل: د بدني روغتیا تر څنګ تر ټولو مهم څه دا دي چې  مسلمان ورزشکار باید عقیده برابره وي او هغوی چې روغتیا او عقیده يې دواړه برابر وي غوره خلک دي.

خالد وویل: د مسلمان ځوان لپاره تر ټولو مهمه دا ده چې اسلامي اصول مراعات کړي، د هغه مطابق ژوند وکړي او له الله جل جلاله سره اړيکه ټينګه کړي چې د همدې اړیکې او باور پر اساس به په هر ډګر کې بریالی وي.

هغه همدارنګه ورزش ته په اشارې وویل: چې د اسلام مبارک دين ښځينه وو ته هم د حجاب او اسلامي شعایرو په رڼا کې د ورزش کولو اجازه ورکړې ده او ویې ویل چې زموږ دین د ټولو لپاره نمونه دی؛ خو هېوادوال مو په تېرو کلونو په يو او بل نوم غولول شوي او معیارونه مو پردي شوي دي.

په همدې حال کې د بهرنیو چارو وزات سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي وویل: افغانستان کې نوره قوم پرستي نه شته او ټول د افغانانو په څېر ژوند کوو.

هغه همدارنګه زیاته کړه په جهادي برخه کې مو ځان نړیوالو ته ثابت کړ او اوس به هڅه کوو چې په ورزشي برخه کې د خپل هېواد لپاره ویاړونه راوړو.

دغه راز غونډه کې مولوي عبدالجبار عمري هم ورزشکارانو ته په خطاب کې وویل: که غواړئ چې په دواړو دنیاوو کې بریالي شئ، هرڅوک ځان مسوول وګڼئ او د اسلامي امارت لپاره د ورزش په برخه کې کار وکړئ.

نوموړي زیاته کړه: اخرت کې له هرچا د ځوانۍ پوښتنه کېږي او تاسو به د دې پوښتنې حق ادا کړی وي چې د اسلام لپاره مو د ورزش په برخه کې هڅه کوله.

د بدني روزنې او ورزش او المپيک ملي کمېتې رئيس نظر محمد مطمئين ورزشکارانو ته په خطاب کې وویل: ستاسو یونفورم ته درناوی لرم او په همدې یونفورم کې به له هېواده بهر او دننه بریاوې لاسته راوړئ.

هغه زیاته کړه: ټولو ورزشکارانو ته ډاډ ورکوم چې بشپړ عدالت به کېږي او دغه راز د فدراسیونو د رئيسانو د ټاکلو لپاره به منظم انتخابات کېږي.

هغه همدارنګه وویل: هڅه مو دا ده چې ورزش له ښارونو ولسوالیو او بیا کلیو ته او همدارنګه د افغانستان ګوټ ګوټ ته ورسو.

هغه دغه راز پر نړیوالو او افغان سوداګرو غږ وکړ چې د ورزش په برخه کې پانګونه او همکاري وکړي او ورزشکاران يې یووالي ته وهڅول او له هغوي يې غوښتنه وکړه چې په خپله برخه کې سالم رقابت وکړي.

دغه راز له قدراسیونو یې غوښتنه وکړه چې هڅه دې وکړي چې په خپله برخه کې افغانستان ته ویاړونه راوړي.

د غونډې په پای کې ورزشکارانو بېلابېلې نندارې ترسره کړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته