خبرونهټولنه

خبرتيا

۲۳- کابل / د لړم ٢۷مه / باختر
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسيون خبرتيا
د بدخشان، نيمروز، پکتيا، پنجشېر، سمنګانو، کونړ، کاپيسا، باميانو، ميدان وردګو، لوګر، زابل، پکتيکا، دايکنډي، نورستان، غور، جوزجان، بادغيس او د سرپل د ښوونکو او د ملکي خدمتونو د پنځمو او شپږمو بستونو نوماندانو ته خبر ورکول کېږي چې د اطلاعاتو د ثبتولو او بايومتريک په خاطر دې د لړم په ٢٧ مه او ٢٨ مه (د سه شنبې او چهارشنبې) په ورځو کې اړوندو پوهنتونونو ته ورشي.
دغه راز آزموينه د لړم په ٢٩ مه او ٣٠ مه (د پنجشنبې او جمعې) په ورځو کې په اړوندو پوهنتونونو کې اخیستل کيږي.
نوماندان د تابعيت تذکرې اصل او يا خپل پاسپورت له ځان سره ولري.
ختم- ج- اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته