ښوونه او روزنه

خبرتيا

-کابل /د کب ٤مه /باختر
د لوړوزده کړو وزارت خبرتيا
د کابينې او د لوړو زده کړو وزارت د مشرتابه شورا د پريکړې له مخې د هېواد د سړو او تودو سيمو د ټولو دولتي اوخصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو موسسو حضوري لوست د روان کال د کب په ١٥ نيټه پيلېږي.
له دې امله ټول دولتي اوخصوصي پوهنتونونه اود لوړو زده کړوموسسې د روان کال د کب له ١٥نيټې څخه د ١٤٠٠ کال د وري تر ١٥ نيټې پورې د ٤ اوونيو لپاره د تشديدي لوست په تطبيقولو مکلف دي او د دغه اکاډمي تقويم له مخې د خپل ١٣٩٩کال د مني سمسترد پاتې درسونو پروګرام عيار اوعملي کړي .
ازموينې :
لومړى چانس: د ازموينې پيل د ١٤٠٠ کال د وري ١٥نيټه د ازموينې پاى د ثور٧مه.
دويمه چانس :د ازمويني پيل د ١٤٠٠ کال د ثور١٠نيټه د ازموينې پاى د ثور١٩مه.
دغه راز د پوهنتونونو اود لوړوزده کړو موسسو پسرلنۍ درسونه د ١٤٠٠کال د ثور په ١٠ نيټه پيلېږي.
ختم_ج _ ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته