خبرونهامنیت

خصوصي تلوېزیون درې کار کوونکې ووژل شوې

‎کابل\ د کب ۱۲مه\ باختر
‎نن ماښام ته نږدې د جلال اباد ښار لومړۍ ناحیې اړوند عرب پلازې مخې ته نامعلومو کسانو د انعکاس راډیو ټلویزیون د دوبلې څانګې درې ښځينه کارکوونکې په ډزو وژلي دي. ‎د ننګرهار امنیه قومنداني پیښه تاییدوي او د برید د طراح د نیولو خبر ورکوي. ‎امنیه قومندان له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې یاد برید د قاري بصیر په نوم یو تن طرحه کړی و، چې نیول شول دی. ‎خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په دې برید کې لاس لرل رد کړي دي. ‎بل خوا د ننګرهار ولایت مقام له یوې ریکشې سره نیولی شوی ځوان د یادې پیښې عامل بولي چې امنیې قومندانۍ یې وړاندې د نیولو خبر ورکړی و. ‎ وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته