ټولنه

خلک او د اسلامي امارت مجاهدينو دهېواد په يوشمېر ولايتونو کې د امريکا او دهغې د متحدينو له لوري د اشغال د پاى جشن ونيو

کابل/ د وږي١٠مه / باختر
د اسلامي امارت مجاهدينو او د سمنګانو، بغلان، پروان، بدخشان، فراه او د لوګر ولايتونو خلکو نن دغونډو په ترڅ کې له افغانستان څخه د امريکايي اشغالګرو ځواکونو او د هغوى د متحدينو د ٢٠- کلن اشغال پاى جشن ونيو.
د باخترآژانس د خبرله مخې، دغه غونډې چې د اسلامي امارت د فرهنګي چارو د مسوولينو له لوري د هغو ولايتونو په مرکزونوکې جوړې شوې وې، د اسلامي امارت په سلګونو مجاهدينو، عالمانو، د ديني مدرسو زده کوونکو او ځوانانو پکې برخه اخيستې وه
په دې غونډو کې د دغو ولايتونو جيدو عالمانو د الهي کلام د څو آيتونو له تلاوت وروسته دوى د نړۍ د زبرځواک او د هغې د متحدينو پر وړاندې د اسلامي امارت د مجاهدينو د بريا په اړه خبرې وکړې او د دغه زبرځواک ماتې او د اسلامي امارت د مجاهدينو بريا د افغانستان خلکو ته دې مبارک وي او ويې ويل؛ اوس په هېواد کې اسلامي نظام ټينګ او د غراى محمدي شريعت احکام او قرآن نافذ شوى دى.
دغه راز په دې غونډو کې د اسلامي امارت قوماندانانو او مجاهدينو ژمنه وکړه او ويې ويل چې په اسلامي نظام کې د خلکو ژوند، مال او عزت خوندي دي او خلک دې خپل ژوند په عادي ډول مخته يوسي.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته