تبصره او مطبوعاتو ته کتنه

خلک د نظام کلک ملاتړي دي

کابل / د زمري ۱۰مه / باختر
د هېواد په یو شمېر سیمو کې د وسله والو مخالفینو بریدونو او دعامه تاسیستاتو ړنګېدا د افغانانو کلکه کرکه او غوسه پارولې ده. د دغو سیمو اوسېدونکي او په ټوله کې افغان ولس د نظام کلک ملاتړ کوي او د وسله والو مخالفینو زور زیاتی او تاوتریخوالی غندي.
د باختر آژانس مفسر دا موضوع څېړلې ده او لیکي:
که ځینو ته تر دغو وروستیو پورې د جمهوریت او مقابل لوري ترمنځ توپير او تفکیک ګران و او یا یې په دې اړه دریځ بې پرې و او داسې یې ګڼله چې مهمه نه ده که وسله وال مخالفین واک ته ورسېږي؛ خو نن د دغه راز خلکو دریځ هم بدل شوی دی. دوی د سر په سترګو ولیدل چې د مخالفانو لاس ته په لوېدلو سیمو کې حالت څه ډول دی؟ هلته څه روان دي؟ آیا عامه خدمات شته که نه؟ آیا خلک آزاد تګ راتګ کولای شي او که نه؟ آیا بشري حقونه رعایت کېږي او که نه؟ ورته نورې ګڼې پوښتنې دي چې له خلکو سره مطرح دي. د وسله والو مخالفینو لاس ته د لوېدلو سیمو رښتینی انځور خورا خواشینوونکی دی. هلته خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي او داسې دي لکه په زندان کې چې پراته وي. آیا وسله والو مخالفینو له ځان سره دا پوښتنه مطرح کړې ده چې دا خلک ولې له هغو سیمو کډې باروي چې دوی یې ونیسي او یا د دوی لاس ته د هغو سیمو د لوېدو ګواښ او خطر شتون ولري؟ که دوی لږ هومره د دې پوښتنې په اړه فکر کړی وای؛ نو باور دی چې بیا به یې خپل چال چلند ته بدلون ورکړی وای.
خلک نه غواړي په دغه راز شرایطو کې چې دوی هلته واکمن کړي دي او خلک یې په زور اړ کړي دي چې هغه ومني، ژوند وکړي. له دې امله له هغو ځایونو کډه کېږي او ښارونو ته چې د دولت تر واک او کنترول لاندې دي، ځانونه رسوي. دا خپله جوتوي چې خلک د نظام ملاتړي دي او له هغه څه کرکه لري چې وسله وال مخالفین هڅه کوي پر دوی يې په زور قبول کړي.
افغانستان اسلامي هېواد دی او خلک یې خپلو دیني ارزښتونو ته ژمن دي. دلته دین یوازې په عقیدتي اړخ کې نه خلاصه کېږي؛ بلکې دلته دین د افغانانو د ورځني ژوند او فرهنګ نه بېلېدونکې برخه ده او داسې هم نه ده چې دوی له دینه ناخبره دي او نور دې راشي چې دوی ته دین ور زده کړي. څه چې د وسله والو مخالفینو لاس ته په لوېدلو سیمو کې تېرېږي، د اسلام سپېڅلي دین له اصولو او ارزښتونو سره هېڅ اړخ نه لګوي.
خلک دا هرڅه د سر په سترګو ویني او هغه نه شي زغملي؛ نو ځکه پرېکړه کوي چې خپل کورونه پرېږدي او ځانونه د نظام سیوري ته ورسوي چې لږ تر لږه په آرام ډول جومات ته لاړ شي او د خپل ستر رب عبادت وکړي. افغانان د نظام کلک ملاتړي دي او دا کټ مټ هغه څه دي چې د نظام بقا او پایښت تضمینوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته