خبرونهامنیت

خوستي: مدني فعال او شاعر هیله من ژوندی په کورنۍ شخړه کې وژل شوی دی

کابل / د تلې ۲۹ مه / باختر

د کورنیو چارو وزارت وايي چې په خوست کې د هیله من ژوندي په نوم شاعر په یوه کورنۍ موضوع کې وژل شوی، په وینا یې د پېښې په تفصيلاتو د سیمې  خلک پوره خبرتیا لري.

د کورنیو چارو وزارت ویاند قاري سعید خوستی وايي چې شاعر هیله من ژوندی په کورنۍ شخړه کې وژل شوی او دغه قضیه هېڅ سیاسي اړخ نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې په ټولیزو رسنیو کې ویل کېدل چې ژوندی ناپېژاندو کسانو له کوره اېستل شوى او بیا  وژل شوی دی.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته