سیاستفرهنګTOPټولنه

خیر خواه: دښمن په سنګر کې مات شوی، د سیاست په ډګر کې به هم مات شي

کابل / د سلواغې ۶ مه / باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ملا خیر الله خیر خواه د قندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې په یوې سترې ولسي غونډه کې ګډون وکړ.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر وویل چې د الله په نصرت دښمن په سنګر کې مات شوی او د سیاست په ډګر کې به هم مات شي.
ښاغلي خیرخواه وویل: د نړۍ زبر ځواک مات شوی او د ویاړ ځای دی چې د هېواد هر وګړی د هېواد ګوټ ګوټ ته د امن په فضا کې سفر کوي.
هغه زیاته کړه چې حاکم نظام او حکومت د ولسونو نظام دی او د اسلامي امارت ټول مسوولین به د ولس خدمت کوي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر وویل چې په ټول هېواد کې امنیت تامین دی؛ خو بیا هم ځینې بهرنیان ناسم تبلیغات کوي. په وینا یې دغه ستونزې موقتې دي او ډېر ژر به حل شي.
ملا خیرخواه زیاته کړه چې په تېره شل کلنه مبارزه کې ولسونه هم زیانمن شوي؛ خو قربانیو یې رنګ راوړ او افغانانو خپلواکي ترلاسه کړه.
هغه د مجاهدینو او ولسونو قربانۍ وستایلې او د شهیدانو کورنیو ته یې د دعا لپاره لاسونه لپه کړل.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر خلک یووالي او ورورلۍ ته راوبلل او له دوی یې غوښتنه وکړه چې د فرهنګي میراثونو په ساتنه کې له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره همکاري وکړي.
د یادونې وړ ده چې وړمه ورځ هم د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر د قندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له مسوولینو سره کتلي او تمه ده چې د دغه سفر په ترڅ کې به د یو شمېر نورو ولسوالیو له مسوولینو سره هم وګوري.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته