امنیت

داستيناف محکمې دفرخندې دوژنې دعاملينو مجازات لږ کړل

کابل باختر دچنګاښ دمياشتې  ١٢ :
له هغه وروسته چې  دکابل استيناف محکمې  دفرخندې دوژنې  دڅلورو تنو عاملينو داعدام حکم لغوه  او هغوى يې په شل شل کاله بند محکوم کړل دفرخندې  دوژنې ددوسيې  دحقيقت  موندنې  دکميسيون يوه غړي داستيناف محکمې له خوا دقوي دليلونو  غوښتنه وکړه .
دباخترآژانس دخبرله مخې :  دکابل استيناف محکمې   په يوه پټه غونډه کې   دفرخندې د وژنې دڅلورو تنو  عاملينو د اعدام  حکم    شل شل کاله بند ته  کم  کړى دى. سره له دې چې   دکابل داستيناف  محکمې  رسمي خبرځايونو ددوى ددغه تصميم په باب  نظر  نه دى څرګند کړى  خو يوشمير رسنيو  او ديو تن محکوم  مدافع وکيل تائيد کړى دى  چې  په استيناف محکمه کې  داعدام  حکم يې  په اوږد بند کم کړى دى.
دغه راز دغې محکمې دفرخندې دقتل په دوسيه کې  يو شامل غړى چې دابتدائيه محکمې له خواپه شپاړلس  کاله بند  محکوم شوى و ، برات ورکړى و . خو داستيناف محکمې  دنورو تورنو کسانو په باب دابتدائيې محکمې حکم تائيد کړ.
دمدني ټولنې فعالينو او ددغې ځوانې نجلۍ د وژنې دڅرنګوالي دحقيقت موندنې دکميسيون يوې غړې   دمحکمې حکم  غير عادلانه  بللى دى .
په پارلمان کې دخلکو استازې  او دحقيقت موندنې  دکميسيون غړې شينکي کړوخيل  رسنيو ته ويلي دي   چې ددغه کميسيون غړي داستيناف محکمې دحکم دصادرولو له امله  انديښنه لري.  موږ غواړو چې محکمه  دخپل حکم دصادرولو په اړوند  موږ ته قوي دليلونه  وړاندې کړي چې  موږ باور  وکړو چې عدالت تامين شوى دى .
داستازو دمجلس دغې غړې ويلي دي  چې  دوى به په  راتلوونکي اوونۍ کې په دې باب  خپل دريځ  اعلام کړي.
دمحکمې حکم  دهغو څلورو تنو په باب چې ددغې  ځوانې نجلۍ دوژنې  اصلي عاملين  پيژندل شوي دي   پخوا له دغو څلورو تنو څخه يو تن يې  هلې ځلې وکړې  ثابته کړي  چې  تر سن لاندې دى  او ده  ته داعدام  دحکم صادرولو موجه نه دى  .  دمدني ټولنې يو زيات شمير فعالين غواړي دفرخندې په اړوند  دتميز محکمه عدالت تامين کړي.
بايد وويل شي چې  ٢٧ کلنه فرخنده  دتيرکال  دکب دمياشتې په ٢٨ نيټه  له نوي هجري لمريز کال څخه يوه ورځ مخکې دقرآن عظيم الشان دنسخو دسوځولو په تور پرې ډله ييز بريد وشو   چې وروسته  معلومه شوه    دقرآن عظيم الشان دنسخو دسوځولو مسئله  يو تش تور و.  خو دغه ټکى  هغه  وخت روښانه شو  چې فرخنده  په ناوړه توګه وژله شوې او مړى يې سوځول شوى و.
پوليسو دقضيې په تور  دپوليسو دشپاړلسو تنو منسوبينو په ګډون  ٤٧ تنه  چې په دندو کې يې بې پروايي کړې وه  ونيول .
ددغو ٤٧ تنو له جملې څخه ابتدائي محکمې څلور تنه په  اعدام  ، اته تنه په شپاړلس شپاړلس کاله بنداو  يوولس تنه پوليسان  په يو يو کال بند محکوم کړل او نورو ته يې برات ورکړ .  خو اوس استيناف محکمې دابتدائيه محکمې دحکم  په ځينو مواردو کې بدلون راوړى دى .

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته