ننګرهار – – باختر د وږي دمياشتې ٢١
داسلامي دولت په ډلې (يا داعش )پورې اړوندو کسانو پرون په ننګرهار ولايت کې يو ملا امام په ډزو سره شهيد کړاو د کورنۍ غړي يې له کور څخه وشړل.
دننګرهار ولايت داچين ولسوال حاجي غالب مجاهد د باختر آژانس خبريال ته وويل:- چې دغه پيښه پرون له غرمې وروسته داچين ولسوالۍ دپيښې په ساحه کې رامنځته شوې ده.
مجاهد څرګنده کړه دغه ملا امام چې ډزې پرې شوې دي دسوات ښار اصلي اوسيدونکى و او دننګرهار ولايت په يوه ديني مدرسه کې يې لوست ورکاوه.
مجاهد څرګنده کړه چې په دغه ملا امام دبريد په بهير کې د داعش په ډلې پورې اړوند يو تن دسيمې دخلکو له خوا وژل شوى او ددغې ډلې درې تنه نور غړي ټپيان شوي دي.
0 1 دقیقه لوستل