سیاست

دافغانستان د جمهور رئيس حامد کرزي دپنځلس ورځنې ر اديو يې وينا متن

کابلباختر دسلواغى ٧مـــــــــــه

ګرا نو هيواد والو، خو يندو او وروڼو! اسلام عليکم ورحمت الله و برکاته

 په دې وروستيو وختوکې دکابل ښاروال يو نوښتګر اقدام وکړ اود کابل ددريو تاريخي ماڼيو د بيا جوړولو په مقصد يې د هيواد له خلکو څخه د اعا ني دراټولولو پرو ګرام پيل کړ .

زموږ ګران هيواد وال په خپل فرهنګ کې له يو بل سره د همکاري او په بيلا بيلو شويو د اشرونو په شان دعامه سو کالۍ په مقصد د ټولنيزو او ډله ييزوکارونو لپاره ښه دود او رواج لرو ، خود هيواد د تاريخي ماڼيو د ترميمولو او بيا جوړولو لپاره له ټولو خلکو څخه د نغدي مرستې او اعا ني راټولول زموږ په هيواد کې چندان رواج نه لري او دا چې د کا بل ښاروال په وروستې اقدام سره په دې لاره کې يو مثبت ګام واخيستل شو اود اعا ني دراټولولو د پروګرام په پيلولو سره ددارالامان ،تاج بيک او چهلستون د تاريخي ماڼيو د بيا جوړونې اورغا ني لپاره د خلکو دمشارکتي فرهنګ پراختيا اوروا جول وښودل شول.

ګرا نو خويندو اووروڼو :موږ هريو بايد دخپل فرهنګ ، تاريخ او ملي وياړونو دساتونکو په تو ګه د همت ملا و تړو او بهرنې مرستې ته له لږي پا ملرني پرته په خپلو پيسو او خپل کارسره خپلي تاريخي ودا نۍ او ماڼۍ بيا جوړي کړو او خپل استطاعت ته په مطابعت سره موږ ټول په دغه شان ښوټولنيزو  کارونوکې ونډه وا خلو ، ددغه شان پروګرامونو عملي کول سره به په خپلو پښو زموږ ددريدو رو حيه پياوړي کړي

 ګرا نو هيواد والو اوس چې دکابل ښاروالۍ دچهلستون ، تاج بيک او دارالامان ماڼۍ زموږ دټولو هيواد والو د مشارکت له لاري د بيا جوړولو لپاره غوره کړى دي په زيا تو ولايتو نو او ان زموږ په ولسواليوکې نوري تاريخي او لر غوني ودا نۍ ، بڼو نه او کلا ګانې هم لرو .

دهيواد ددغو سيمو ښاروالۍ هم بايد دغه شان نوښت و کړې او دغه شان لرغوني ودانۍ ، بڼو نه او کلا ګا نې د خلکو په مرسته بيا جوړي کړي اود استفادي وړ يې کړې ، که چيري موږ دغه شان کار وکړو زه با ور لرم چې موږ د هيواد هروګړي په دغه ټولنيز او ملي خد مت کې ونډه اخلي او په خو ښي اود خپل همت په غرور سره د هيواد ود ا نۍ ، ماڼۍ او بڼو نه بيا جوړ کړې او په دې ډول به انشا الله زموږ زيات شمير اماکن بيا جوړ شي او زموږ هيواد به ډير اباد او ښکلې شي

هيله لرم زموږ ګران هيواد وال په تيره بيا شتمن او پولدار هيواد وال ددارالا مان ،تاج بيک او چهلستون دماڼيو په بيا جوړولو کې خپله ونډه تر سره کړې چې خپل هيواد او تاريخ ته سترخد مت تر سره کړي وي

تر را تلونکو خبرو پوري تاسي هريو په خداى (ج) سپارم ښاد او آ باد واو سئى

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته