ورزش

دافغانستان د فوټبال د ٢٣ کلنوملي ټيم د اسيا سياليو ته چمتو دى

کابل/د تلې ٢٤مه /باختر
د افغانستان د فوټبال د ٢٣ کلنو ځوانانوملي ټيم په اسيايي سياليوکې ځواکمن ګډون لپاره چمتودى.
د فوټبال د ٢٣ کلنو اسيايي سيالۍ تر راتلونکو دوو اوونيو پورې د اسيا د ملي ټيمونوپه ګډون په بحرين کې پيليږي.
د افغانستان د ٢٣کلنو ځوانانود فوتبال ملي ټيم به هم د الياس منوچهرپه لارښوونه په دې سياليو کې ګډون وکړي.
د افغانستان د ٢٣کلنوځوانانود فوټبال ملي ټيم سرشوونکى الياس منوچهر باختراژانس ته وويل چې د هغه زده کوونکي په دغو مهموسياليوکې ځواکمن ګډون لپاره چمتو دي.
منوچهروويل: له دريو لوبغاړو پرته د دغه ټيم ټول غړي د افغانستان د فوټبال له کورنيو ليګونوڅخه ټاکل شوي دي.
دى هيله لري چې په خپل ټيم سره په اسيايي سياليوکې ښې نتيجې ترلاسه کړي.
افغانستان په اسيايي سياليوکې په ٣٠ ګروپ کې د عراق، بحرين اومالديف له ملي ټيمونوسره سيالي کوي.
د افغانستان د فوټبال ملي ټيم لومړنى لوبه د لړم د مياشتې په ٥ نيټه دعراق له ملي ټيم سره ترسره کوي.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته