امنیت

دافغانستان ځواکونو په امنيتي حالاتو واکمن دي

واشنګټن واشنګټن ايګزماينر باختر دغبرګولي دمياشتې ٣١ :د واشنګټن ايګزماينر خپرونې دافغانستان په باره کې دامريکا دکانګرس لپاره   ددغه هېواد ددفاع  وزارت درپوټ مهمې برخې خپرې کړې دي.
خپرونه  دپنتاګون ددغه رپوټ له خولې ليکي:   له پرله پسې اړو دوړ او ناآراميو سره سره  دافغانستان حکومت او ددغه هېواد پوځيان په حالاتو واکمن دي.
دپنتاګون دغه رپوټ دتيرکال ددسمبر له مياشتې څخه دروان کال دمې ترمياشتې پورې په افغانستان کې حالات څيړي.
دواشنګټن  ايګزماينر په  ليکنه  کانګرس ته دپنتاګون رپوټ ښيي چې افغان  امنيتي ځواکونو دستراتيژيکي سيمو دنيولو لپاره دطالبانو هڅې ناکامې کړې اوپه بيلابيلو برخو کې يې خپلې ځواکمنۍ زياتې کړي دي.
دپنتاګون په دغه رپوټ کې دغه راز دهغو ستونزو  او ناخوالو  يادونه هم شوې ده  چې  افغان امنيتي ځواکونه يې لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته