نړۍ

دامريکا جمهور رييس اودبريتانيا صدراعظم دافغانستان ، ايران او سوريې په باب خبرې وکړې.

واشنګتن دکويټ  خبري آژانس   باختر دلړم دمياشتې ٢٢
دامريکا جمهور رييس بارک اوباما او دبريتانيا صدراعظم  پرون  د  ايران ، افغانستان او دسوريې په باب دخپلو ګډو امنيتي ګټو په اړوند خبرې وکړې .
دايران په باب په  خبرو کې دواړو مشرانو دملګرو ملتو سازمان دامنيت  شورا دپنځو دايمي غړو او آلمان دګډ  وړانديز څخه ملاتړوکړ او دخبرو راتلونکي پړاو
په باب يې خبرې وکړې.
دغو دواړو مشرانو دافغانستان او امريکا ترمنځ د دوه اړخيز امنيتي تړون په ګدون دافغانستان امنيتي  حالت وڅيړل.
بارک اوباما د افغانستان  او پاکستان او په تيره بيا په لندن  ښار کې د وروستيو درې  اړخيزو خبرو دسلامشورو  د ملاتړ په لاره کې د ديويدکامرون هلې ځلې وستايلې.
دواړو مشرانو په خپلو خبرو کې وويل  :  چې دسوريې په باب د ژنيو له  دويم کنفرانس څخه خپل ملاتړته دوام ورکوي او  په دې کنفرانس کې يې دګډون لپاره دسوريې دملي ايتلاف د پريکړې  هرکلي وکړ.
دوى دغه راز دسوريې دکيمياوي وسلو دله منځه وړلو په لاره کې  پرمختګونه وڅيړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته