۱۰۰ ورځې

دانتخاباتو دخپلواک کميسيون ويندوى : هغه ارقام چې ددغه کميسيون له لارې خپريږي ، اعتبار لري .

کابل باختر دوري  نولسمه:
دانتخاباتو  دخپلواک کميسيون ويندوى نن په يوه خبري غونډه کې  وويل هغه ارقام چې درايو دشميرنې  په باب ددغه کميسيون له لارې خپريږي اعتبار لري .
داپه داسې حال کې ده چې دراي ورکولو صندوقونه  دهيواد ديو ديرشو  ولايتونو له ولسواليو  څخه دولايتونو مرکزونو ته ليږدول شوي دي .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې،  په دې خبري  غونډه کې د انتخاباتو دخپلواک کميسيون ويندوى نورمحمد نور زياته کړه له رسنيواوله ټولنيزو بنسټونوڅخه زموږغوښتنه داده هغه ارقام چې دنوماندانودرايو دشميرنې په اړوند دانتخاباتو دخپلواک کميسيون له لارې خپاره شوې وي ، باوري دى . رسنۍ دى داسې ارقام خپاره  نه کړي چې دهغو له مخې دخلکو ذهنونه  مغشوش شي.
نور زياته کړه يواځې هغه ارقام چې دانتخاباتو دخپلواک  کميسيون له لارې خپريږي اعتبار لري .  او هغه ارقام چې ددغه کميسيون له تاييد پرته خپريږي اعتبار نه لري .
ده وويل په هرځاى کې چې سرغړونې او تقلب دانتخاباتوبهير ته زيان رسولي وي کميسيون هغه  جدي انګيري .
  ده زياته کړه: تراوسه پورې دراي ورکولو صندوقونه  ديو ديرشو ولايتونو له ولسواليو څخه دولايتونو مرکزونو ته ليږدول شوي دي اويواځې دبدخشان ،غور او ددايکندي دولايتونو دولسواليو دراي ورکولو صندقونه  پاتې دي چې ښايي دهغو دليږدونې کار ترسبا پورې پاى ته ورسيږي .
دنور دڅرګندونو له مخې ، ابتدايي نتيجې به دروان کال دثور دمياشتې په څلورمه نيټه  او وروستۍ  نتيجې دثور دمياشتې په څلور ويشتمه نيټه  اعلام شي .  دانتخاباتو دخپلواک کميسيون ويندوى يوځل بياټينګار وکړ يو لړ مدارک او شواهد دغه کميسيون ته رسيدلي دي چې ځينو دولتي مقاماتو دجمهوري رياست دځينونوماندانو په ګټه اويازيان کار وکړ چې دغه موارد دانتخاباتو د خپلواک  کميسيون له لورې دهيواد له  جمهور رييس سره شريک کړى شول .
هيله ده چې دغه شان اشخاص دجمهور رييس له پخوانۍ لارښوونې سره سم تر څارنې لاندې  ونيول شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته