کابل باختردمرغومي يوولسمه :
دروان کال په بهير کې له بغلان پوهنتون څخه يو دپاسه يو زرو سلو تنو محصلانو د فراغت سندونه ترلاسه کړل .
دبغلان پوهنتون مالي او اداري مرستيال محمد داود محتاج يار دباختراژانس خبريال ته وويل دغه محصلان دادبياتو ، بشري علومو ، ښوونې او روزنې ، کرنې ، انجنيرۍ او دژورناليزم له پوهنځيو څخه فارغ شول چې له دې جملې څخه ١٤٩ تنه يې نجونې دي .
دده دڅرګندونوله مخې ددغومحصلانو درسي چارې ديوسلو څلويښتو مجربو استادانو له خوا چې ددوکتورا اوماستري په کچه دي پرمخ بيول کيږي .
ده زياته کړه :د درسي خونو دکمښت، امنيت او دلازمو درسي توکو دنشتوالي په ګډون له يولړ ستونزو سره سره دغه پوهنتون په نوې کال کې دشرعياتو ، ژورناليزم ،انجنيري ،اقتصاد ، کرنې ،ادبياتو او ښونې او روزنې په پوهنځيوکې ١٤٨٠ تنو محصلانو دجذبولو لپاره چمتو والي لري .
2 1 دقیقه لوستل