کابل باختر د لړم دمياشتې ٣٠ :
دبهرنيو چارو وزارت سرپرست ضرار احمدعثماني په د وروستيو وختو کې په کابل کې دچين دولسي جمهوريت له سفير دينګ شيجون سره وکتل .
دبهرنيو چارو وزارت دخپرونو رياست باخترآژانس ته خبر ورکړ :
په دې کتنه کې دواړو لورو دافغانستان او دچين دولسي جمهوريت ترمنځ داړيکو او همکاريودپراخ طويف او استانبول دبهير په چوکات کې دآسيا د زړه دهيوادونو دبهرنيو چارو د وزيرانو دغونډي په اړوند خبرې وکړې .
دواړو لورو دافغانستان او دامريکا دمتحده ايالاتو ترمنځ دامنيتي او دفاعي همکاريو د دوه اړخيز قرارداد او په افغانستان کې د راتلونکي کال دجمهوري رياست او د ولايتي شوراګانو دانتخاباتو دبهير په باب خبرې وکړې .
عثماني وويل : له شک پرته چين دافغانستان ښه اوسخاوتمند ګاونډى دى او د تاريخ په اوږدو کې يې له افغانستان سره ښې اړيکې لرلې دي زموږ د خلکو له اړتياو سره سم يې په تيره يوه لسيزه کې زموږ له خلکو سره مرسته او همکاري کړي ده .
شيجون وويل : په افغانستان کې سوله اوثبات دسيمې او دچين په ګټه دى موږ
په راتلونکي کال کې داستانبول دبهير د وزيرانودغونډې لپاره چې په چين کې جوړيږي تيارى نيسو .
ده زياته کړه : په دې بهير کې شامل داعتماد دجوړولو دهغو شپږو تدبيرونو ملاتړ کوو چې دافغانستان خلکو او دولت ته به ارزښت لري .
1 1 دقیقه لوستل