سیاست

دبهرنيو چارو وزير په کابل کې دچين دولسي جمهوريت له نوي سفير سره وکتل .

کابل باختر دلړم شپاړلسمه :

دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارووزير صلاح الدين رباني نن په کابل کې دچين دولسي جمهوريت له نوې سفير يوجينګ سره وکتل .

دبهرنيوچارو وزارت دوياند دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ.

په پيل کې دبهرنيوچارو وزير وويل دچين ولسي جمهوريت ،ښه ګاونډى  او  دوست او دافغانستان له اسلامي  جمهوريت سره دلرغونو تاريخي اړيکو لرونکى هيواد دى او موږ له خپل هيواد سره دچين دولسي جمهوريت همکاريو ته زيات ارزښت ورکوو او  په تيره بيا دافغانستان دحکومت دسولې له هڅو سره په ملاتړ کې ددغه هيواد درول هرکلى او قدرداني کوو او هغه په سيمه کې دسولې  اوثبات په لاره کې  رغنده او اغيزمن بولو .

وروسته په کابل کې  دچين دولسي جمهوريت نوي سفير دبهرنيوچارو له وزير سره دکتنې دفرصت له امله مننه وکړه او ددواړو هيوادونو ترمنځ داړيکو او همکاريو دلازياتې پراختيا په لاره کې  دهلوځلو دژمنې په ترڅ کې وويل له افغانستان سره دوه اړخيزې  دوستانه اړيکې اوهمکارۍ چين ته ځانګړى ارزښت او ځاى لري اوچين په افغانستان کې سوله او ټيکاو په سيمه کې  دسولې او ثبات په ګټه بولي او دافغانستان په مشرۍ او مالکيت به دروغې جوړې له بهير سره له هيڅ راز همکارۍ څخه ډډه ونه کړي .

په دې کتنه کې  دواړو لورو  کابل ته دچين دولسي جمهوريت دجمهور رييس دمرستيال دوروستي سفر په وخت کې دنويو لاسليک شويو موافقه ليکونو دتعقيبولو په باب خبرې وکړې .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته