ټولنه

دتراقيکو پرمخ دبغلان _ کندز دلويې لارې بيا پرانستل .کيدل

کابل باختر د زمري  څلورمه :
دبغلان _ کندز  لويه لاره  له څلورو ساعتونو  تړلتيا وروسته  بيا  دترافيکو پرمخ  پرانستل شوه  .
دغه لويه لاره نن سهار  دمرکزي بغلان  په ولسوالۍ کې  دبزګرانو دمظاهرو له امله  تړل شوې وه . 
  دمظاهرو يوتن  برخه وال او د مرکزي بغلان  په ولسوالۍ پورې اړوند دجرخشک دسيمې  اوسيدونکى  داود  دباختراژانس خبريال ته وويل  دمظاهرو  اصلي علت  د شهاب الدين دډنډ دسيمې  دبزګرانو له خوا  د اجمير دويالي  داوبو  غلا کول او له بله پلوه هم  داجاره داري په نامه  دمرکزي بغلان  دښاروال  له خوا  په غير معياري ډول دپيسو اخستل  دي .
دى وايي  تر هغه پورې چې دولت  ددوى ستونزې حل نه کړي  دغه لويه لاره به بيا وتړي .
دبغلان  دسمندري حوزې  رييس محمد نعيم نوابي  دهقانان  په حقه وبلل او ويې ويل   دشهاب الدين دډنډ دساحې  اوسيدونکو  په دې ساحه کې  داجمير دويالي  يوه برخه  سورى کړې ده  او داجمير دويالي  له اوبو څخه په غير قانوني ډول  استفاده کړې ده  چې داپه خپله  په زاړه بغلان کې  داوبو دکمښت  له پلوه  دستونزو سبب شوې ده .
  دمرکزي بغلان ولسوال  کوهر خان  بابري  دبزګرانو  ادعا  ردوي  اووايي  چې  له کرنيزو محصولاتو څخه  اجاره  ددولتي ادارو  له پريکړې سره سم  اخستل کيږي . 
په پاى کې دغه مظاهرې  په ولايتي شورا کې  دخلکو داستازي  اسد الله شهباز  او دمرکزي بغلان دولسوال  په منځګړيتوب  پاى ته ورسيدې او عمومي لاره بيا دترافيکو پرمخ  پرانستل شوه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته