نړۍ

دترکيې داساسي قانون دمحکمې هيئت داساسي قانون پرتطبيق باندې دڅارنې خپلواک کميسيون وکوت .

کابل-  باختر د کب اته ويشتمه :
دترکيې جمهوريت داساسي قانون دمحکمې دمرستيال  الپ ارسلان په مشري ددغې محکمې  هيئت داساسي قانون پرتطبيق باندې دڅارنې دخپلواک کميسيون له مشرتابه هيئت سره وکتل .
دباختراژانس دخبر له مخې، په کتنه کې دکميسيون مرستيال ددواړو هيوادونو ترمنځ اړيکې ژورې اوښې وبللې او په بيلابيلو  تاريخي دورو کې يې ددغه هيواد دمرستو له امله قدرداني وکړه .
  دغه راز دترکيې جګپوړي هيئت نن له غرمې وروسته  داساسي قانون پرتطبيق باندې دڅارنې دخپلواک کميسيون  په مقر کې ، په داسې حال کې چې دکميسيون غړي هم حاضر وو ددغه کميسيون له رييس پوهاند ګل رحمن قاضي  سره وکتل .
په پيل کې  دترکيې داساسي قانون دمحکمې  مرستيال الپ ارسلان ددواړو هيوادونو ترمنځ لرغونو تاريخي او فرهنګي اړيکو ته اشاره وکړه اوزياته يې کړه چې موږ هلې ځلې کوو هغه اړيکې چې زموږ پخوانيو مشرانو ټينګې  کړي دي پراخې  کړي .
وروسته دکميسيون رييس ددوست هيواد ترکيې جمهوريت داساسي قانون دمحکمې هيئت ته څرګنده کړه چې ددغو دوو مرکزونو ترمنځ د نويو اړيکو پرانستل  يوه نوى پاڼه ده چې ددواړو هيوادونو ترمنځ په لرغونو اوزرينو اړيکو کې  پرانستل کيږي او دغه کميسيون داساسي قانون دواکمني دټينګښت لپاره دترکيې جمهوريت  داساسي قانون دمحکمې يو پنځوس کلنو تجربو ته اړتيا لري .
پوهاند قاضي زياته کړه: تيرکال انقرې ته دکميسيون د هئيت درسمي سفر په  بهير کې دهمکاري دتفاهم ليک دلاسليک کولو او داسيايي  هيوادونو داساسي قانون دمحکمو  په اتحاديه کې ددغه کميسيون دغړيتوب په باب مقدماتي خبرې شوي دي  او اوس دويم ګام دهغو دعملي کولو په لاره کې اخستل کيږي او ددوه اړخيزې همکارۍ دتفاهم ليک په لاسليک کولو سره چې ټاکل شوې ده په نږدې راتلونکي کې په انقره کې ددواړو مرکزونو درييسانو له خوا لاسليک شي  دوه  اړخيزې اړيکې لازيات ټينکښت مومي .
  ترکي لوري هم ژمنه وکړه چې داسيايي  هيوادونو داساسي قانون دمحکمو په اتحاديه کې دافغانستان دغړيتوب  په لاره کې چې مشرتوب يې اوس ترکيه په غاړه لري له هيڅ راز هلوځلو څخه ډډه نه کوي  او هيله کيږي چې په انقره کې ددغې شورا په راتلونکي غونډه کې په دې لاره کې عملي ګام واخستل شي .
ديادونې وړ  ده چې په يوه جلا غونډه کې دترکيې داساسي قانون دمحکمې هيئت چې دکميسيون رييس او غړو او دبيلابيلو برخو مسلکي مسوولينو هم پکې برخه لرله ددغه مرکز دفعاليت دڅرنګوالي  دتاريخچې  او تشکيل په باب مفصل معلومات وړاندې کړل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته