ټولنه

دجمهوريت په نښان سره د پاسپورت د ويشلو بهيردوام لري

کابل /د ليندې ٨مه/باختر
د اسلامي امارت د فرهنګي کمېسيون انعام الله سمنګاني د جمهوريت په نښان سره د پاسپورتونو د ويشلو د بندولو په اړه خپرونه رد کړ او وايي چې په پخوانيومشخصاتو سره د پاسپورتونود ويشلوبهير دوام کوي.
سمنګاني په خپل تيوترکې ليکلي دي ( هغه خبرونه چې ګڼې دجمهوريت په نښان سره د پخواني نظام د پاسپورتونود ويشلو بهير سبا بندېږي، هيڅ واقعيت نه لري.)
په همدې حال کې د پاسپورت د ادارې رييس عالم ګل حقاني له رسنيوسره په مرکه کې په پخواني نښان سره د پاسپورتونو د ويشلود بندولو په اړه خبرونه يو اوازه بللې ده.
په دې ورستيوکې يوشمېررسنيو د جمهوريت په نښآن سره د پاسپورتونو د ويشلو بهيرد بندولود احتمال خبر ورکړى اوويلي دي ټاکل شوې ده چې د اسلامي امارت په نښان سره نوى پاسپورتونه چاپ او وويشل شي..
دا په داسې حال کې ده چې د پاسپورت لوى رياست څه موده مخکې په کابل کې د پاسپورتونود ويشلو بهير بند کړل خو د هېواد په لسو ولايتونو کې د پاسپورتونود ويشلو دفترونه پرانيستل .
دغې ادارې په کابل کې د پاسپورتونو د ويشلو د بندولودليل تخنيکي ستونزې بللې دي.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته